اسرائیل هیڅکله په رسمیت نه پیژنو
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i116606-اسرائیل_هیڅکله_په_رسمیت_نه_پیژنو
د پاکستان د پراختیايي چارو وزیر ټینګار وکړ چې اسلام آباد هیڅکله اسرائیل په رسمیت نه پيژني
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 30, 2022 01:32 Asia/Kabul
  • اسرائیل هیڅکله په رسمیت نه پیژنو

د پاکستان د پراختیايي چارو وزیر ټینګار وکړ چې اسلام آباد هیڅکله اسرائیل په رسمیت نه پيژني

احسن اقبال پرون نیواکي فلسطین ته د یو امریکايي پلاوي له وروستي سفر نه پس چې ځیني غړي یې دوه تابعیت لرونکي پاکستانیان وو، د ځینو ګونګوسو په غبرګون کښې وویل: د اسلام آباد له لورې هیڅ پلاوی اسرائیلو ته نه دی استول شوی او په رسمیت د صهیونیسټي رژیم د نه پيژندلو په لړ کښې زمونږ سیاست نه دی بدل شوی.

هغه له فلسطین څخه د پاکستان د حکومت په پریکنده ملاتړ باندې ټینګار وکړ.

د پاکستان تیر وزیراعظم عمران خان هم پرون په چارسده کښې د تحریکِ انصاف ګوند د ملاتړو په سترې غونډې کښې په خپلې وینا کښې نیواکي فلسطین (اسرائیلو) ته د یاد پلاوي په سفر باندې نیوکړه وکړه او له صهیونیسټي رژيم سره د هر ډول جوړجاړي د پایلو په هکله یې خبرداری ورکړ.

د پاکستان د مجلسِ وحدتِ اسلامي عمومي منشي علامه ناصر عباس جعفري هم پرون د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره نیواکي فلسطین ته په سفر کښې له امریکايي پلاوي سره د ځینو پاکستاني ښاریزو ملګرتیا وغندله او ویې ویل: له قاتل اسرائیلي رژیم سره هر ډول ملګرتیا او نرمي ممنوع او د پاکستان د ارواښاد بنسټګر له ارمانونو سره خیانت دی، په دې وجه د اسلام آباد حکومت باید د جوړجاړي د هر ډول دسیسې په وړاندې هوښیار ووسي.