شهباز شریف د افغانستان د بې ثباتۍ په هکله خبرداری ورکړ
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i116726-شهباز_شریف_د_افغانستان_د_بې_ثباتۍ_په_هکله_خبرداری_ورکړ
زمونږ خبریال وايي د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف په افغانستان کښې د بې ثباتۍ او د ناامنۍ په هکله خبرداری ورکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 02, 2022 00:56 Asia/Kabul
  • شهباز شریف د افغانستان د بې ثباتۍ په هکله خبرداری ورکړ

زمونږ خبریال وايي د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف په افغانستان کښې د بې ثباتۍ او د ناامنۍ په هکله خبرداری ورکړ.

هغه پرون ترکیې ته له سفر کولو مخکې وویل په افغانستان کښې بې ثباتۍ سیمې او له سیمې ورهاخوا هیوادونو ته د غځیدا وړتیا لري.

شهباز شریف وویل له بې ثباته افغانستان څخه د کډوالو او ټروریسټانو وتل به د هیڅ هیواد په ګټه نه وي.

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د تحریک طالبان ترهګرې ډلې او د پاکستان د حکومت ترمینځ په خبرو اترو کښې  په افغانستان کښې د طالبانو د حکومت د مینځګړیتوب د رول په هکله وویل د کابل چارواکو په بل کوم هیواد باندې د حملې لپاره د افغانستان له خاورې د استفادې د نه کولو لپاره هم اسلام اباد او هم نړیوالې ټولنې ته په ځلونو ژمنه ورکړي ده.

بل خبر دا چې د پاکستان او د ترکیې حکومتونو پرون د ګډې ملګرتیا شپږ سندونه لاسلیک کړي دي.