شهباز شریف د افغانستان د بې ثباتۍ په هکله خبرداری ورکړ
زمونږ خبریال وايي د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف په افغانستان کښې د بې ثباتۍ او د ناامنۍ په هکله خبرداری ورکړ.
هغه پرون ترکیې ته له سفر کولو مخکې وویل په افغانستان کښې بې ثباتۍ سیمې او له سیمې ورهاخوا هیوادونو ته د غځیدا وړتیا لري.
شهباز شریف وویل له بې ثباته افغانستان څخه د کډوالو او ټروریسټانو وتل به د هیڅ هیواد په ګټه نه وي.
د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د تحریک طالبان ترهګرې ډلې او د پاکستان د حکومت ترمینځ په خبرو اترو کښې په افغانستان کښې د طالبانو د حکومت د مینځګړیتوب د رول په هکله وویل د کابل چارواکو په بل کوم هیواد باندې د حملې لپاره د افغانستان له خاورې د استفادې د نه کولو لپاره هم اسلام اباد او هم نړیوالې ټولنې ته په ځلونو ژمنه ورکړي ده.
بل خبر دا چې د پاکستان او د ترکیې حکومتونو پرون د ګډې ملګرتیا شپږ سندونه لاسلیک کړي دي.