د پاکستان د کرکټ ملي ټیم ویسټ انډیز ته ماتې ورکړه
(last modified Thu, 09 Jun 2022 09:10:46 GMT )
Jun 09, 2022 13:40 Asia/Kabul
  • د پاکستان د کرکټ ملي ټیم ویسټ انډیز ته ماتې ورکړه

پاکستان له ویسټ انډیز سره د یو ورځنیو لوبو د لړۍ وړومبنۍ سیالي وګټله

د مُلتان د کرکټ په لوبغالي کښې په شوې دغې سیالۍ کښې د ویسټ انډیز د لوبډلې کپتان نکولس پوران د ټاس یا پچې په ګټلو سره وړومبې د توپ وهنې یعنې بیټنګ فیصله وکړه.

دغه ټیم په ټاکلو ۵۰ اوورونو کښې د اتو لوبغاړو په سوځیدو سره ۳۰۵ منډې جوړې کړې چې ۱۲۷ رنز په کښې د اوپننګ بیټر شائی هوپ لخوا جوړ شول.

په ځواب کښې د پاکستان د کرکټ ملي ټیم د ۳۰۶ منډو دغه هدف د ۵ لوبغاړو په سوځیدو یا آؤټ کیدو سره د وروستي اوور په دویم بال پوره کړ او داشان یې دغه لوبه په پنځو وکټو وګټله.

په دې لوبه کښې د پاکستان د ټیم کپتان بابر اعظم ۱۰۳ منډې جوړې کړې او د خپل کریئر اوولسمه سنچري یې ووهله.

د پاکستان او ویسټ انډیز د کرکټ د ملي لوبډلو ترمینځ د دې لړۍ دویمه سیالي به د جون په لسمه او دریمه به یې د هم دغې میاشتې په دولسمه نیټه ترسره شي.