په کابل کې یو قاضی ووژل شو
May 20, 2016 10:28 Asia/Kabul
د کابل د امنیه قوماندانۍ جنایی رییس سمونوال فریدون عبیدی رسنیوته څرگنده کړې ده چې ناپېژانده وسله والو قاضی عبدالقهار حسیب وژلى دى
نوموړی په داسې مهال کې وژل شوى چې له جومات څخه خپل کور ته روان و. ځینې سرچینېو خیری رسنیو ته ویلی، چې دغه قاضی متقاعد نه و او څو ورځې مخکې د اعدام شویو طالبانو پر دوسیو یې لاسلیک کړى و.
د پېښې مسوولیت تر اوسه چا پرغاړه نه دی اخیستی.