د پاکستان په چارسده کښې زیات شمېر وسلې او مهمات کشف شول
May 21, 2016 12:36 Asia/Kabul
د پاکستان فوځ له پېښور سره نزدې په چارسده کښې د ګڼ شمېر وسلو او نور جنګی سازوسامانونو د کشفېدو خبر ورکړ.
د پاکستان د رېډیو د رپوټ له مخې د دغه هېواد فوځ نن په یوې بیانیه کښې وویل، د خېبر پختونخوا صوبې په چارسده سیمه کښې د ترهه ګرۍ په خلاف د پاکستانی ځواکونوپه عملیاتو کښې د ګڼ شمېر وسلو او مهماتو له کشولو نه علاوه څوارلس تنه ترهه ګر ونیول.
د دغه هېواد فوځ وویل چې له ترهه ګرو څخه د چارسېد سیمې د پاکولو لپاره عملیات هم هغه شان دوام لری.
د تېرې شورو په ورځ هم د پاکستان فوځی ځواکونو په چارسده کښې څلور شپتۀ ترهه ګر عناصر نیول وو
----------