اسلام اباد کښې د مهدي(ع) برحق کانفرنس ترسره شو
(last modified Mon, 25 Jul 2022 06:03:35 GMT )
Jul 25, 2022 10:33 Asia/Kabul
  • اسلام اباد کښې د مهدي(ع) برحق کانفرنس ترسره شو

زمونږ خبریال وايي د پاکستان د شیعه مسلمانانو د ارواښاد مشر علامه سید عارف حسین الحسیني د شهادت د څلوردیرشمې کلیزې په مناسبت د مهدي (عج) برحق په نوم سره د شیعه مسلمانانو کلنۍ غونډه پرون په پلازمینې اسلام اباد کښې ترسره شوه.

دغه غونډه د پاکستان د مجلس وحدت مسلمین  ګوند لخوا په اسلام اباد کښې د ملي غونډو د ترسره کیدا په ځاې کښې د اهل سنتو ډلو او د نامتو سیاسي او مذهبي ګوندونو د مشرانو په ګډون سره وشوه.

د  ټول پاکستان په زرګونو شیعه مسلمانان او دغه راز د مجلس وحدت مسلمین ملاتړي او سیاسي ، ټولنیز او مذهبي فعالان اسلام اباد ته تللي وو چې په مهدي (ع) برحق غونډې کښې ګډون وکړي.

په غونډې کښې ګډون کونکو مړه دې امریکا او  مړ دې وي اسرائیل په شعارونو سره له صهیونیسټ ناروا رژیم سره له هر ډول سازباز سره خپله کرکه اعلان کړه.

د دغه سترې غونډې د ویناوالو اصلي چورلیز په پاکستان کښې د شیعه او د اهل سنتو د ټولنې پیوستون او د اسلامي امت د یوزړه توب او د وحدت د پیاوړتیا ضرورت، د اسلامي نړۍ پرضد د صهیونیسټ رژيم او د امریکا د دسیسو په هکله خبرداری ، له اسرائیلو سره د سازباز د دسیسې په هکله د حقیقت روښانه کول او د افغانستان د یمن او د کشمیر حالات و.

په دغه غونډې کښې ګډون کونکو د پاکستان په حکومت غږ وکړ چې د امریکا او د صهیونیسټ رژیم د ائتلاف او دغه راز له نړیوال استکبار سره د سیمې د ځینو هیوادونو د ملګرتیا په هکله هوښیار ووسي.

په دغه غونډې کښې ځینو ویناوالو هم په فلسطین ، کشمیر او یمن کښې د مسلمانانو ځپل وغندل او له اسلام څخه د هیوادونو او د خلکو د ویرولو له دسیسې سره د مقابلې او د محمدي دین د دفاع لپاره د پیوستون او د کوټلتیا د پیاوړتیا پرضرورت  یې ټینګار وکړ.