پاکستان او سوریه دووه اړخیزې ملګرتیاوې پراخوي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i119346-پاکستان_او_سوریه_دووه_اړخیزې_ملګرتیاوې_پراخوي
محمدخان،پر ترهه ګرۍ له بریالیتوب وروسته د بیارغونې او پرمختګ  په زمینې کې د سورې  ګامونه د ستاینې وړ وبلل.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 04, 2022 11:00 Asia/Kabul
  • پاکستان او سوریه دووه اړخیزې ملګرتیاوې پراخوي

محمدخان،پر ترهه ګرۍ له بریالیتوب وروسته د بیارغونې او پرمختګ  په زمینې کې د سورې  ګامونه د ستاینې وړ وبلل.

د سورئې سانا رسمی خبري آژانس راپور  ورکړ،په سورئې کې د پاکستان سفیر او ددغه هیواد لومړي وزیر  د مختلفو سیاسی،کلتوري او اقتصادي  زمینو کې د دوواړخیزو ملګرتیاؤ په پراختیاټينګار وکړ.

سوریه او پاکستان څه دپاسه اویا کاله کیږي،چې ډيپلوماټيکې اړیکې لري.

په راپور کې وئيل شوي دي،د سورئې لومړي وزیر حسین عرنوس  په دمشق کې د پاکستان د سفیر سعید محمد خان د ماموریّت په ختمیدا کې د دواړو هیوادونو دملتونو د ورورګلویزواو دوستانه  ژورو اړیکو ته په اشارې سره  ووئيل،سوریه ددغو اړیکو په پیاوړتیا او دواړو لورو دګډو ګټو په لړ کې د اړیکو دپرمخ بیولو لپاره د لازمو اقداماتو دترسره کولو او د ګامونو په پورته کولو کې له ټولو ظرفیّتونو څخه  داستفادې لپاره تیاره ده.

عرنوس دغه راز په دغې کتنې کې سورئې ته د ټوریزم د سفرونو دزیاتیدا او د پاکستاني لوري د تعلیمي سکالرشیپس د زیاتولو او په علمی اوکلتوری زمینو کې د ملګرتیا پر پراختیا ټينګار وکړ.

په سورئې کې د پاکستان سفر سعید محمد خان هم په دغې کتنې کې د دواړو هیوادونو  اویا کلنو اړیکو په تیره بیا  سیاسی او ډيپلوماټیکو اړیکو سویو  ته په اشارې سره  ووئيل،د پاکستان حکومت او ملت له سورئې سره د اقتصادي او تجارتي ملګرتیاؤ پیاوړتیا او پراختیا ته د پاکستان حکومت او ملت کلک هوډ لري.محمدخان،پر ترهه ګرۍ له بریالیتوب وروسته د بیارغونې او پرمختګ  په زمینې کې د سورې  ګامونه د ستاینې وړ وبلل.