د پاکستان د پاره چنار سیمې شاعر روشن علي بنګش وفات شو
(last modified Thu, 01 Sep 2022 01:42:23 GMT )
Sep 01, 2022 06:12 Asia/Kabul
  •  د پاکستان د پاره چنار سیمې شاعر روشن علي بنګش وفات شو

زمونږ خبریال وايي په ډیرې خواشینۍ سره مو دغه خبر ترلاسه کړی دی چې د پاکستان د کرمې ضلعې د پاره چنار د شلوزان کلي مشهور شاعر روشن علي بنګش چې د ډاکټر ګل علي ، د کیپټن زینت علي او د ګلشن علي ورور دی نن وفات شوی دی.

هغه تراسه  اتلس (۱۸) کتابونه لیکلي دي چې ښه شاعرۍ یې پکښې کړي ده.

د  شاعر بنګش د جنازې مراسم به نن د پاکستان پاره چنار د شلوزان کلي په مرکزي امامباړې کښې یولس بجې ترسره شي.

د تهران راډیو ټول کارکونکي د شاعر روشن علي بنګش د مړینې په هکله خپلو ګرانو اوریدونکو او د پښتو ژبې مینه والو ته تسلیت وړاندې کوي.