طالبان دې اندېښنې څرګندول دښمني نه ګڼي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i121628-طالبان_دې_اندېښنې_څرګندول_دښمني_نه_ګڼي
 په کابل کې د پاکستان  سفارت ویلي چي طالبان دي د پاکستاني چارواکو اندېښنې څرګندول له ځان سره دښمني نه ګڼي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 29, 2022 10:50 Asia/Kabul
  • طالبان دې اندېښنې څرګندول دښمني نه ګڼي

 په کابل کې د پاکستان  سفارت ویلي چي طالبان دي د پاکستاني چارواکو اندېښنې څرګندول له ځان سره دښمني نه ګڼي.

په کابل کې د پاکستان د سفارت شارژدافېر اسد عباس ویلي، د کابل او اسلام اباد د اړیکو په اړه باید د یوې وینا پر اساس قضاوت و نه‌شي.

د پاکستان د سفارت شارژدافیر له خبرو څخه مقصد په ملګرو ملتونو کې د دې هیواد د لومړي وزیر شهباز شریف ویناو چي په افغانستان کې د ترهګرو له شتون څخه اندېښنه ښودلې وه.

شهباز شریف د ملګروملتو د عمومي اسمبلۍ ۷۷يمې غونډې ته ویلي و چې القاعده، داعش، پاکستاني طالبان، د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ او د ازبکستان اسلامي غورځنګ په افغانستان کې راغونډ شوي دي.

هغه همدارنګه زیاته کړې وه چي پاکستان لا هم د یوه داسې سوله‌ییز افغانستان غوښتونکی دی چې ټولو وګړو ته یې، د هغو جنسیت، قوم او مذهب ته له پامه پرته احترام وشي.

پاکستان او سیمې ته له افغانستانه د تروریستي ګواښ په اړه د شهباز شریف له خبرو وروسته د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وویل، د پاکستان په شمول د څو هېوادونو اندېښنه بې ځایه ده.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت تاکید کړی چي  د افغانستان له خاورې به د هیڅ هېواد پر ضد کار وانه‌خیستل شي.

له بلې‌خوا د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سیاسي مرستیال عباس ستانکزي هم د پاکستان د لومړي وزیر د خبرو په غبرګون کې رسنیو ته وویل چې پاکستاني چارواکي د لوېدیځوالو د خوشحالولو لپاره د کلام بې عفتي کوي.

هغه یادونه کړې وه چې طالبان شواهد لري چې بې پېلوټه الوتکې له کوم ځایه الوزي او افغانستان ته ورځي.