بلوچستان صوبه کښې بم چاودلی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i122312-بلوچستان_صوبه_کښې_بم_چاودلی
د پاکستان د بلوچستان صوبې په مستونګ ښار کښې د یوې بمي چاودنې له امله ۳ تنه ووژل شول
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 15, 2022 04:01 Asia/Kabul
  • بلوچستان صوبه کښې بم چاودلی

د پاکستان د بلوچستان صوبې په مستونګ ښار کښې د یوې بمي چاودنې له امله ۳ تنه ووژل شول

د بلوچستان صوبې له مرکز کویټې څخه په ۶۰ کیلومیټره واټن کښې پروت مستونګ ښار کښې د ترهګرې چاودنې له امله ۳ تنه مړه او څو نور زخمي شول.

د «بلوچ آزادي غواړې جبهه) په نامه بیلتون غواړې ډله د پاکستان په بلوچستان صوبه کښې فعاله ده او له تیرو څو کلونو راهیسې یې خپلو ترهګرو بریدونو ته زور ورکړی دی.

بل خبر دا چې «خاران» ښار کښې د بلوچستان د هايي کورټ پخوانی مشر محمد نور مسکان زئ هغه وخت چې د لمانځه لپاره جومات ته ننوته، د نامعلومو کسانو له خوا پرې حمله وشوه او ویې وژه.

د پاکستان سیاسي چارواکو د پرونیو ترهګرو اقداماتو په غندلو سره وویل چې ترهګر په بلوچستان صوبه کښې د امنیت د خرابولو او د ګډوډي رامینځته کولو کوشش کوي خو هیڅکله به کامیاب نه شي.