د امریکې د ولسمشر څرګندونو پاکستاني سیاستوالان سخت قهرولې دي
د پاکستان د ایټمي پروګرام خلاف د امریکې د ولسمشر جنجالي څرګندونو د دغه هیواد د مشهورو شخصیتونو قهر راپارولی او هغوي د جوبایډن له خوا په بخښنه غوښتنې ټینګار لري
په کیلیفورنیا ایالت کښې په انتخاباتي کمپین کښې د جوبایډن د تیرې پنجشنبې څرګندونو د امریکې او پاکستان پخواني اختلافات یوې نوې مرحلې ته ورسول او د پاکستاني سیاستوالانو په باور، له واشنګټن سره د اړیکو د دوباره ښه کولو لپاهر د اسلام آباد هلوځلو هیڅ ګټه نه ده کړې.
جوبایډن په دغې وینا کښې ادعا کړې چې پاکستان ښايي د دنیا ترټولو خطرناک هیواد وي ځکه چې دغه هیواد بې له هیڅ ډول پيوستون او پروګرامه، ایټمي وسله لري.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري پرون په کراچۍ کښې د جو بایډن څرګندونې حیرانونکې وبللې او ویې ویل: اسلام آباد هیڅکله پر خپل ملي امنیت او د ایټمي توانمنۍ په سر جوړجاړې نه کوي.
د پاکستان پخواني ولسمشر نواز شریف چې ګوند یې پر اسلام آباد واکمن دی، د امریکې د ولسمشر د تورونو په نفي کښې وویل: پاکستان یو مسلمان ایټمي طاقت دی او د خپلو سټراټیجکو شتمنیو د ساتنې او حفاظت لپاره ضروري توانمني لري.
د پاکستان څنګته کړی شوي وزیراعظم عمران خان هم چې په سیمه کښې د واشنګټن د سیاستونو مخالف شخصیت دی، پرون په خپل ټویټر باندې جو بایډن ته په خطاب کښې ولیکل: ته د کومو معلوماتو له مخې د پاکستان د ایټمي توانمنۍ خلاف داسې نه توجیه کیدونکې نتیجې ته رسیدلی یې، حال دا چې مونږ د ایټمي کنټرول او مدیریت یو ډیر خوندي سیسټم لرو.
هغه چې امریکا د پاکستان په کورنیو چارو کښې د لاسوهنې او دسیسې مسئوله بولي، زیاته کړه: د واشنګټن اپوټه چې په ټوله دنیا کښې په جنګونو اخته دی، پاکستان هیڅکله په تیره بیا د ایټمي طاقت له جوړیدو وروسته په هیڅ چا تیری نه دی کړی.
د پاکستان د بشري حقوقو پخوانۍ وزیرې شیرین مزاري هم د پاکستان له خلکو څخه د بایډن د بخښنه غوښتنې خبره کړې او ویې ویل: واشنګټن یو داسې غیرمسئول ایټمي ابرقدرت دی چې حتی په امریکا کښې دننه هم د وسله والو تاوتریخوالو د کنټرولولو توان نه لري.