د ایران او پاکستان ګډه تجارتی شورا جوړیږي
پاکستان د ایران د یوه ګاونډي هیوادپه توګه د څه دپاسه نهه سوه کلومیټره دمځکنۍ پولې په درلودلو سره له عراقه وروسته له ایرن سره ترټولو اوږده ګډه پوله لري.
په کراچۍ کې د ایران د اسلامی جمهوریت سرکنسول پاکستان ته د ایران د تجارتي کوټې د مشر په کیدونکي سفر کې د ایران او پاکستان د ګډې تجارتي او سوداګریزې شورا د جوړیدا دتفاهم نامې دلاسلیک کیدا خبر ورکړ.
ایرنا خبری آژانس راپور ورکړ، د پاکستان په کراچۍ کې د ایران د اسلامی جمهوریت سرکنوسل حسن نوریان د ایران او پاکستان د تجارتي او اقتصادي مناسباتو او دوو اړخیزو اړیکو په باب ووئيل، په راتلونکو شپو ورځو کې به د ایران د اسلامی جمهوریت د صنائعو، کانونو او کرّهڼيزو او سوداګریزو چارو د کوټې مشر دیوه پلاوي په مشرۍ د پاکستان کراچۍ او لاهور ته سفر وکړي او په دغه سفر کې به دایران او پاکستان ترمینځ د ګډې تجارتي شورا د جوړولوپه زمینې کې د دوو تفاهم لیکونو او دغه راز دتجارتي او جیوري د اختلفااتو دحل تفاهم نامه هم لاسلیک کړي.
نوریان ووئيل، د ایران او پاکستان د دوو هیوادونو د اقتصادي ااو تجارتي ظرفیّتون وڅخه له استفادې سره د مرستې او دخپل مینځیو اړیکو په پراختیا کې د ملګروملتو دعمومی اسمبلۍ او دغه راز په سمرقند کې د شانګهائي موسیسې د سرمشریزې په څنډې کې د ایران د ولسمشر او دپاکستان د لومړي وزیر وروستي لیده کاته ډاډمن دي.
په کراچۍ کې دا یران سرکنسول دې ته په اشارې سره چې په ایران کې د امریکا او لویدیځ دظالمانه بندیزونو په دلیل، په اقتصادي حوزې کې یولړ مشکلات ،انفلیّشن او ګراني رامینځة شوي ، خو دحکومت هڅه، له دوستو اوګاونډيو هیوادونو سره دملګرتیا د پراختیا او د اقتصادي رونټیا او ښه کولو لپاره ده . پاکستان د ایران د یوه ګاونډي هیوادپه توګه د څه دپاسه نهه سوه کلومیټره دمځکنۍ پولې په درلودلو سره له عراقه وروسته له ایرن سره ترټولو اوږده ګډه پوله لري.