د پاکستان وسله وال ځواکونه د لانګ مارچ په وجه تیارسي شول
(last modified Sun, 30 Oct 2022 02:54:58 GMT )
Oct 30, 2022 07:24 Asia/Kabul
  • فایل فوټو
    فایل فوټو

اسلام آباد د پاکستان تحریکِ انصاف د ملاتړو له لانګ مارچ یعنې اوږد لاریون سره د مقابلې لپاره وسله وال ځواکونه تیارسي او الرټ کړي دي

اسلام آباد د پاکستان تحریکِ انصاف د ملاتړو له لانګ مارچ یعنې اوږد لاریون سره د مقابلې لپاره وسله وال ځواکونه تیارسي او الرټ کړي دي

د پاکستان د تیر وزیراعظم عمران خان پلویانو د هغه په بلنه د انتخاباتو ترسره کولو ته د حکومت د مجبورولو په موخه «د حقیقي آزادۍ لاریون» په نامه څو ورځنې لاریون د لاهور له شاهدره سیمې څخه د اسلام آباد په لور پيل کړ او ټاکل شوې چې د نومبر په څلورمه د راولپنډۍ په شمول له څو ښارونو له تیریدو وروسته پلازمینې اسلام آباد ته ورسیږي.

له بلې خوا د پاکستان حکومت د اساسي قانون د ۲۴۵ مادې له مخې د هیواد پوځ او پولیس تیارسي کړي دي.

د پاکستان دفاع وزارت ته نزدیو نشریاتو لیکلي چې د دغې پریکړې له مخې د پوځ او پولیسو څه باندې ۱۳ زره ځواکونه په الرټ یا تیارسي حالت کښې دي.

د اسلام آباد پولیسو ته هم په زیاته اندازه وسله او اوښلن ګیس ورکړې شوی دی.