د پاکستان حکومت د عمران خان د وژلو مسوول دی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i123148-د_پاکستان_حکومت_د_عمران_خان_د_وژلو_مسوول_دی
رویټرز خبري اژانس وايي د پاکستان پخواني لومړي وزیر عمران خان وویل مونږ داسې اطلاعات لرو چې یو شمیر کسانو له مخکې څخه نیت درلود چې ما ووژني.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 05, 2022 02:38 Asia/Kabul
  • د پاکستان حکومت د عمران خان د وژلو مسوول دی

رویټرز خبري اژانس وايي د پاکستان پخواني لومړي وزیر عمران خان وویل مونږ داسې اطلاعات لرو چې یو شمیر کسانو له مخکې څخه نیت درلود چې ما ووژني.

هغه وویل مونږ داسې اطلاعات لرو چې څه موده مخکې څلورو کسانو زما د وژلو پلان جوړ کړی و.

په عین حال کښې د پاکستان تحریک انصاف ګوند حکومت د پخواني لومړي وزیر عمران خان په ناکامه وژلو کښې په لاسوهنې تورن کړ.

د تحریک انصاف ګوند یوه مسوول اسد عمر وویل پخواني لومړي وزیر عمران خان ما ته ویلي دي چې په دغه حملې کښې د پاکستان د کورنیو چارو د  وزیر رانا ثنا الله او د اوسني لومړي وزیر  شهباز شریف په شان کسانو لاس درلود.

عمران په ځلونو امریکا د پاکستان په کورنیو چارو کښې په لاسوهنې او له قدرت څخه د ده  په څنګ ته کولو تورنه کړي ده.