حکومت په عمران خان باندې حملې کښې لاس نه درلود
Nov 05, 2022 07:26 Asia/Kabul
د پاکستان پوځ د دغه هیواد د پخواني وزیراعظم عمران خان په ټرور کښې د لاس لرل رد کړل.
د پاکستان پوځ د دغه هیواد د پخواني وزیراعظم عمران خان په ټرور کښې د لاس لرل رد کړل.
عمران خان تیره پنجشنبه په پنجاب صوبه کښې په خپلې قافلې او کنټینر باندې د یو وسله وال کس په حمله کښې زخمي شو، په دغو ډزو کښې نهه تنه نور هم زخمي شوي او یو کس وژل شوی دی.
عمران خان او د پاکستان تحریک انصاف ګوند جګ پوړو چارواکو د پاکستان حکومت او هم داشان یو پوځي چارواکی په عمران خان باندې په حمله کښې په لاس لرلو تورن کړي دي.
خو د پاکستان پوځ وویل چې په حکومتي او پوځي چارواکو باندې د عمران خان د وژلو په هکله د هغه تور، یوه بې بنیاده او د نه منلو وړ ادعا ده.
ټیګونه