شهباز شریف هم د عمران خان ادعا ته غبرګون وښود
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i123190-شهباز_شریف_هم_د_عمران_خان_ادعا_ته_غبرګون_وښود
د پاکستان وزیراعظم وویل: که عمران خان په ځان باندې په شوې حمله کښې د حکومت په لاس لرلو دلالت کونکی مدرک وړاندې کړي نو زه به له وزیراعظمۍ استعفا ورکړم
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 06, 2022 03:09 Asia/Kabul
  • شهباز شریف هم د عمران خان ادعا ته غبرګون وښود

د پاکستان وزیراعظم وویل: که عمران خان په ځان باندې په شوې حمله کښې د حکومت په لاس لرلو دلالت کونکی مدرک وړاندې کړي نو زه به له وزیراعظمۍ استعفا ورکړم

د پاکستان وزیراعظم وویل: که عمران خان په ځان باندې په شوې حمله کښې د حکومت په لاس لرلو دلالت کونکی مدرک وړاندې کړي نو زه به له وزیراعظمۍ استعفا ورکړم

عمران خان تیره پنجشنبه په ځان باندې له شوې قاتلانه حملې وروسته ویلي وو چې دغه حمله د پاکستان د وزیراعظم شهباز شریف، د کورنیو چارو وزیر رانا ثناء ا... او د یو استخباراتي او پوځي چارواکي په غوښتنه شوې ده.

د ایسنا د خبر له مخې، د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف پرون په یاد برید کښې د خپل حکومت د لاس لرلو په هکله د عمران د ادعا په ردولو سره وویل: که عمران خان په ځان باندې په شوې حملې کښې زما د لاس لرلو په اړه کوم سند او مدرک وړاندې کړي نو زه به د وزیراعظمۍ له مقامه استعفا ورکړم.

له دې مخکښې د پاکستان پوځ هم د عمران خان دغه ادعا د نه منلو وړ بللې وه.