د پاکستان خلک باید په ستر لاریون کښې ګډون وکړي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i123384-د_پاکستان_خلک_باید_په_ستر_لاریون_کښې_ګډون_وکړي
زمونږ خبریال وايي د پاکستان د تحریک انصاف ګوند مشر او پخواني لومړي وزیر عمران خان د خپل هیواد له خلکو وغوښتل چې نن د پنجاب صوبې په وزیر اباد سیمه کښې چې په ده باندې هلته حمله شوي وه په ستر لاریون کښې ګډون وکړي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 10, 2022 02:35 Asia/Kabul
  • د پاکستان  خلک باید په ستر لاریون کښې ګډون وکړي

زمونږ خبریال وايي د پاکستان د تحریک انصاف ګوند مشر او پخواني لومړي وزیر عمران خان د خپل هیواد له خلکو وغوښتل چې نن د پنجاب صوبې په وزیر اباد سیمه کښې چې په ده باندې هلته حمله شوي وه په ستر لاریون کښې ګډون وکړي.

عمران خان به نن د یوې ویډیو له لارې د ستر لاریون ګډون والو ته وینا وکړي.

د پاکستان پخواني لومړي وزیر عمران خان وویل چې زه به د وزیراباد په حملې کښې د یوه بل لاس لرونکي کس نوم هم ایشوا کړم.

بل خبر دا چې د پاکستان د عوامي مسلم لیګ ګوند مشر شیخ رشید احمد وویل چې پنډۍ ته د عمران خان د سفر ځنډول د یوې سټراټيژۍ برخه ده.

د ویلو ده چې د پاکستان د تحریک انصاف ګوند لاریون له نن څخه بیرته پیلیږي.