د عمران خان ژوند په خطر کښې دی
د پاکستان یو قاضي د یو اطلاعاتي رپورټ له مخې وویل چې د پاکستان په پخواني وزیراعظم عمران خان باندې یوځل بیا د ترهګرې او وژونکې حملې د احتمال په وجه د هغه ژوند په خطر کښې دی.
د اسلام آباد هاي کورټ جګ پوړې قاضي عامر فاروق د یوه ډله تاجرانو له خوا وړاندې شوي شکایت باندې د غور په وخخه په عمران خان باندې دوباره د ترهګرې حملې په هکله خبرداری ورکړ.
د ویلو ده چې څو ورځې مخکښې په عمران خان باندې ډزې وشوې چې له امله یې هغه زخمي شو. عمران خان د پاکستان په وزیراعظم او کورنیو چارو وزیر باندې د دغې حملې تور پورې کړ خو د هغه د ثابتولو لپاره یې هیڅ مدرک وړاندې نه کړی شو.
په عین حال کښې تیره جمعه په دغې دوسیې باندې د غور په وخت د پاکستان پولیسو محکمې ته داسې معلومات ورکړل چې په عمران خان باندې یوځل بیا د وژونکې حملې احتمال څرګندوي.