پاکستان په افغانستان کښې طبي پوهنځی جوړوي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i123808-پاکستان_په_افغانستان_کښې_طبي_پوهنځی_جوړوي
تسنیم خبري اژانس وايي پاکستان په افغانستان کښې طبي پوهنځی جوړوي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 20, 2022 10:53 Asia/Kabul
  • پاکستان په افغانستان کښې طبي پوهنځی جوړوي

تسنیم خبري اژانس وايي پاکستان په افغانستان کښې طبي پوهنځی جوړوي.

افغانستان چې د امریکا د  شل کلن نیواک او د هغه له کبله د کورني جنګ په وجه یې بیخ بنایانې تباه شوي دي د خپلې اقتصادي څرخې د احیا لپاره د ایران او د پاکستان په شمول ګاونډیو هیوادونو ته ضرورت لري.

طالبانو ډلې چې د تیر میلادي کال د اګست په پینځلسمه نیټه واک ته رسیدلي ده د ایران او د پاکستان په شمول له ګاونډیو هیوادونو سره د اړیکو د پراخولو لپاره زیاتې هڅې کړي دي.

د افغانستان په چارو کښې د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق نن په اسلام اباد کښې د طالبانو د  موقته حکومت د روغتیا له وزیر قلندر عباد سره په کتنه کښې وویل پاکستان د افغانستان د درملنې کادر ته د روزنې د ورکولو په ترڅ کښې په افغانستان کښې یو طبي پوهنځی جوړوي.

محمد صادق دې ته په اشارې سره چې پاکستان له دې مخکې په کابل، جلال اباد او لوګر کښې درې موډرن روغتونونه جوړ کړي دي وویل پاکستان موافقه کړي ده چې له لنډې مودې څخه تر مینځ مودې پورې له دغو روغتونونو مالي ملاتړ ته دوام ورکړي او په اوږدې مودې کښې د خصوصي حکومتي مشارکت لاندې د روغتونو د ادار کولو لپاره د خصوصي برخې ملاتړ وکړي.