عمران خان د حکومت پرضد د عمومي اعتراض غوښتنه وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i123820-عمران_خان_د_حکومت_پرضد_د_عمومي_اعتراض_غوښتنه_وکړه
ایسنا خبري اژانس وايي د پاکستان پخواني لومړي وزیر عمران خان له خپلو ملاتړو وغوښتل چې د راتلونکي اونۍ تر شنبې ورځې پورې د وارمخکې انتخاباتو د ترسره کولو لپاره د خپل کمپاین د اخري مرحلې لپاره په اسلام اباد کښې راغونډ شي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 20, 2022 12:58 Asia/Kabul
  • عمران خان د حکومت پرضد د عمومي اعتراض غوښتنه وکړه

ایسنا خبري اژانس وايي د پاکستان پخواني لومړي وزیر عمران خان له خپلو ملاتړو وغوښتل چې د راتلونکي اونۍ تر شنبې ورځې پورې د وارمخکې انتخاباتو د ترسره کولو لپاره د خپل کمپاین د اخري مرحلې لپاره په اسلام اباد کښې راغونډ شي.

د پاکستان د تحریک انصاف ګوند د مشرانو په رهبرۍ د حکومت ضد د اعتراض کونکو کاروان د هیواد له مختلفو سیمو څخه پنډۍ ښار ته رسیدلی دی او ټاکل شوي ده چې په اخري تم ځاې کښې د حکومت ضد د سترو  مظاهرو برخلیک دې معلوم کړي.

عمران خان ویلي دي چې راولپنډۍ ته له رسیدا وروسته د نوامبر د میاشتې په شپږویشتمه نیټه به اسلام اباد ته ورشي او په اسلام اباد کښې به له خپلو ملاتړو سره یوځاې مظاهرې ترسره کړي.

هغه وویل دغه د اوږدې مودې کمپاین دی چې د پاکستان لپاره حقیقي ازادۍ رامینځته شي.

د پاکستان پخوانی لومړی وزیر عمران خان تراوسه نه دی حاضر شوی چې د شهباز شریف حکومت په رسمیت وپیژندي.

عمران خان له تیرو څو میاشتو راهسې د ملي پارلمان ړنګول او په پاکستان کښې د وارمخکې انتخاباتو د ترسره کولو لپاره د نهايي نیټې اعلانول د شهباز شریف له حکومت سره له مخالفت کولو د شاتګ کولو او په هیواد کښې د سیاسي بندون د  ختمولو لپاره یوازنۍ شرط اعلان کړی دی.