د پاکستان او افغانستان په سرحد کښې حالت کړکیچن دی
زمونږ خبریال وايي د افغانستان په ختیځ کښې د پکتیا ولایت په ډنډ پټان سرحدي سیمه کښې د جنګ د ختمولو لپاره د پاکستان د بوړکي او د خرلاچي کلیو له مشرانو سره د افغانستان د طالبانو د پلاوې خبرې پرون له نتیجې پرته پاې ته ورسیدلې.
د پاکستان د بوړکي او د خرلاچي کلیو مشرانو او خلکو وویل چې د افغانستان طالبانو د دوې څوارلس سوه جریبه ځمکه په خپلې سلطې کښې وروستلي ده او دغه ډله اوس غواړي چې د طوري قوم په ځمکو کښې یو سړک جوړ کړي.
د پاکستان د بوړکي او د خرلاچي کلیو طوري قبائیلو د طالبانو د دغه کار مخه ونیوله چې له کبله یې طالبانو د پاکستان د طوري قبائیلو په بوړکي او خرلاچي سیمو د درنو او د سپکو وسلو ډزې وکړې چې له کبله یې تراوسه د پاکستان یو پوځي وژل شوی او د بوړکي کلي یوشمیر کسان ژوبل شوي چې یوه ښځه او جینې او څو نور ځوانان پکښې شامل دي.
د پاکستان د کرمې د بوړکي او د خرلاچي کلیو مشرانو او خلکو د پاکستان له پوځ څخه غوښتي دي چې د افغانستان د طالبانو د غیر قانوني اقداماتو مخه ونیسي او طوري قبایلو ته دې خپلې غصب شوي ځمکې بیرته ورستنې کړي.