د پاکستان د پوځ نوی قومندان معرفي شو
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i124000-د_پاکستان_د_پوځ_نوی_قومندان_معرفي_شو
د سیاسي شخړو او د مخالفانو د لاریون په حالاتو کښې د پاکستان د پوځ نوی قومندان معرفي شو.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 24, 2022 12:04 Asia/Kabul
  • د پاکستان د پوځ نوی قومندان معرفي شو

د سیاسي شخړو او د مخالفانو د لاریون په حالاتو کښې د پاکستان د پوځ نوی قومندان معرفي شو.

د ایرنا خبري آژانس د خبر له مخې، سید عاصم منیر د پاکستان د پوځ د اوولسم قومندان په توګه غوره شو.

د پاکستان حکومت نن د وزیراعظم په وړاندیز د پوځ د اطلاعاتو د ادارې (آيي، ایس، آيي) پخوانی مشر سید عاصم منیر ته د جنرال نه د ستر جنرال درجې د ورکولو په ترڅ کښې د پاکستان د پوځ د قومندان په توګه معرفي شو.

خو دا پریکړه باید د پاکستان ولسمشر هم تایید کړي.

د پاکستان د پوځ اوسنې قومندان جنرال قمر جاوید باجوا چې له تیرو شپږو کالو راهیسې دغه چوکۍ په واک کښې لري، څو ورځې پس متقاعد کیږي.

د ویلو ده چې باجوا پرون په خپلې لس دقیقه اي وینا کښې چې احتمالاً د پوځ د قومندان په توګه یې وروستۍ وینا ده، په رسمي توګه د پوځ په غیرقانوني اقدام او په سیاسي چارو کښې د پوځیانو په لاسوهنې اعتراف وکړ او په داسې حال کښې چې ټاکل شوې ده ډیر زر خپل ځاې عاصم منیر ته ورکړي، وویل: له دې وروستهبه پوځ د هیواد په سیاسي چارو کښې دخالت نه کوي.

د پاکستان تیر وزیراعظم عمران خان هم د هیواد پوځ، له وزیراعظمۍ د خپلې څنګته کونې په ماجرا کښې په لاس لرلو تورن کړی دی.

له دې نه علاوه نن جنرال ساحر شمشاد مرزا هم د وزیراعظم په حکم د ندیم رضا په ځاې د پاکستان د وسله والو ځواکونو د ګډې کمیتې د مشر به توګه معرفي شو.