د پاکستان د امنیتي ځواکونو او ترهګرو ترمینځ نښته شوې
Nov 24, 2022 12:13 Asia/Kabul
په شمالي وزیرستان کښې د پاکستان د امنیتي ځواکونو او ترهګرو ترمینځ د نښتې له امله یو پوځي مړ شوی دی
د شمالي وزیرستان په قبایلي سیمه کښې د پاکستان د امنیتي ځواکونو او ترهګرو ترمینځ د ډزو د تبادلې له امله یو امنیتي افسر وژل شوی دی.
د پاکستان پوځ د یوې بیانیې په صادرولو سره د دغه خبر د اعلانولو په ترڅ کښې څرګنده کړه: بوځیانو د نښتې ځاې ته تلونکې ټولې لارې بندې کړې دي او سیمه یې پاکه کړې ده.
تیره اونۍ هم په دغې سیمې کښې د پاکستان شپږ امنیتي ځواکونه د ترهګرو په لاس وژل شوي وو.
په لکي مروت او بنو سیمه کښې له ترهګرو سره د پاکستان د پوځي ځواکونو په نښته کښې یو ترهګر هم وژل شوی دی.
خو په رپورټونو کښې دا نه دي ویل شوي چې دغه ترهګر د کومې ډلې کسان وو.
ټیګونه