پاکستان او ترکیه پخپلو کې ملګرتیا لاپراخوي
پاکستان او ترکیه په درستو زمینو په تیره بیا په د فاعي صنائعو کې ملګرتیاوې مخ په پراختیا دي
د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف او د ترکیې ولسمشررجب طیب اردوغان په استانبول کې سره کتلی او د دوواړخیزو ملګرتیاؤ د پراختیا په باب ئې ځيني فیصلې کړي دي.
تسنیم خبري آژانس راپور ورکړی،د ترکیې ولسمشر د پاکستان لومړي وزیر ته دترکیې د جوړې شوي دریمې جنګي کشتۍ دسپارلو په دستورو کې ،په ۲۰۲۵کال کې هم اسلام اباد ته د ترکیې دجوړې کړئ شوي څلورمې کشتۍ د سپارلو خبر ورکړ.
د ترکیې ولسمشرد ترکیې او پاکستان نزدو اړیکو ته په اشارې سره ددواړو هیوادونو دملګرتیاؤ په پراختیا ټينګار وکړ.د ترکیې ولسمشر همنداراز دې ته په اشارې سره چې سږکال له پاکستان سره د دغه هیواد د ډيپلوماټيکو اړیکو دټينګیدا پنځه اویایمه کلیزه لمانځل شوې ده ووئيل، د دواړو هیوادونو په درستو زمینو په تیره بیا په د فاعي صنائعو کې ملګرتیاوې مخ په پراختیا دي .