د پاکستان سیاستوال محسن داوړ خارج ته پرې نه ښودل شو
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i124122-د_پاکستان_سیاستوال_محسن_داوړ_خارج_ته_پرې_نه_ښودل_شو
زمونږ خبریال وايي د پاکستان له شمالي وزیرستان سیمې څخه د پارلمان غړي محسن داوړ نن تور ولګاوه چې په اسلام اباد هوايي ډګر کښې د فیډرال جاسوسۍ ادارې ایف ايي ای (FIA) زه تاجیکستان ته سفر ته پرې نه ښودم چې په امنیتي کانفرنس کښې ګډون وکړم.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 27, 2022 11:12 Asia/Kabul
  • د پاکستان سیاستوال محسن داوړ خارج ته پرې نه ښودل شو

زمونږ خبریال وايي د پاکستان له شمالي وزیرستان سیمې څخه د پارلمان غړي محسن داوړ نن تور ولګاوه چې په اسلام اباد هوايي ډګر کښې د فیډرال جاسوسۍ ادارې ایف ايي ای (FIA) زه تاجیکستان ته سفر ته پرې نه ښودم چې په امنیتي کانفرنس کښې ګډون وکړم.

د پاکستان د پشتون تحفظ غورځنګ یوه مشر او د پارلمان غړي محسن داوړ د ایف ايي ای استخباراتي ادارې دغه کار وغنده چې دې یې تاجیکستان ته تلو ته پرې ښوده.

هغه وویل د پاکستان فیډرال کابینې تر دوو میاشتو پورې خارج ته په تلو د بندیز د فهرست له کسانو څخه زما نوم لیری کړی دی.

د پاکستان د ملي ډیموکراټیک غورځنګ مشر محسن داوړ ته مخکې په سویزرلینډ کښې په یوه کانفرنس کښې د ګډون کولو اجازه ورکړل شوي وه خو نن تاجیکستان ته سفر ته پرې نه ښودل شو.

د ویلو ده چې د هرات د لسم خبرو اترو  کانفرنس د تاجیکستان په دوشنبې ښار کښې ترسره کیږي.

دغه کانفرنس د افغان سټراټيژیکو مطالعاتو د انسټي ټیویټ لخوا ترسره کیږي.