دپاکستان اوافغانستان چارواکو په کابل کې سلاومشورې وکړې
سرچينه وايي ملا متقي د افغان بنديانو د خلاصون، د مسافرو د تلو راتلو او په لارو د اوښتو په برخه کې دسهولتونو د را منځته کولو، د تجارت او ترانزيټ په برخه کي د پرمختګ او چټکتیا په اړه پاکستاني لوري ته یادونې وکړې.
د طالبانو بهرنیو چارو وزارت د پاکستان د مرستیالې خارجه وزیرې حنا رباني کهر په مشرۍ پلاوي سره د دغه وزارت د طالب وزیر مولوي امیرخان متقي د غونډې جزييات خپاره کړل.
سرچينه وايي ملا متقي د افغان بنديانو د خلاصون، د مسافرو د تلو راتلو او په لارو د اوښتو په برخه کې دسهولتونو د را منځته کولو، د تجارت او ترانزيټ په برخه کي د پرمختګ او چټکتیا په اړه پاکستاني لوري ته یادونې وکړې.
همداراز یې د تاپي، ټاپ، اورګاډي د لین او نورو لویو پروژو پیل کولو ته امادګي وښوده، د سیاسی اړیکو، اقتصادي ودې او امنیت په اړه یې د خپلې ادارې دریځ څرګند کړ.
ويل شوي ،چې پاکستاني پلاوي په پاکستان کې د افغان مهاجرینو سره د ښه سلوک، د تګ راتګ په لارو او د ویزو په برخه کې د ستونزو د حل په باب د همکاریو ژمنه وکړه او زیاته یې کړه چې له افغانستان سره د تجارت او ټرانزیټ د پیاوړتیا او پراختیا په هکله به لازم ګامونه پورته کړي.
حنا رباني کهر وویل افغانستان او پاکستان دوه مسلمان همسایه هیوادونه دي او کلتوري مشترکات هم سره لري نو د دواړو هیوادونو حکومتونه باید یو بل سره همکاري وکړي او دوه اړخیزې عامه ګټې خوندي وساتي. د طالبانو وياندويانو د دغه سفر د پایلو په اړه څه نه دي ويلي.