د اسرائيلوپه ضد ددریځونو پر دوام د پاکستان دلومړي وزیر ټينګار
د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د فلسطین په نیواکي ټاټوبو کې اندیښمنونکی وضعیّت د نړیوالې سولې آو امنیت لپاره جدي چیلنج وبالۀ
شهباز شریف په عین حال کې،دفلسطین په نیواکي ټاټوبو باندې د صهیونیست رژيم تیریو سیاستونه او دنړیوالې ټولنې بې عملی د فلسطین د مظلومو خلکو دمشکلاتو د زیاتیدا سبب وبلۀ.
د پاکستان لومړي وزیر د فلسطین له ولس سره د پیوستون د نړیوالېورځې په مناسبت پخپل پیغام کې ووئيل،د فلسطین له ملته پر خپل بشپړ ملاتړ دپاکستان حکومت او ولس ټینګار کوي . د پاکستان لومړي وزیر همدرااز روښانه کړه، دغه موضوع د مونږ لپاره ډيره اندیښمنونکي ده چې فلسطینیان څه دپاسه اوو لسیزو راهسې داسرائيلی رژيم دغیر قانوني نیواک له امله کړیږي. شهباز شریف همداراز په غزې د صهیونیسټ رژیم د وحشي ډوله حملو په محکومولو سره ووئیل، د قدس نیواکګر رژيم خوندیوالي دغه تیریګر رژيم لا سپین سترګی کړی دی او ددغه تیریګر رژيم وحشي اقدامات ئې زیات کړي دي. نو ځکه تر څو چې نړیواله د اسرائيلو د جنایتونو دختمولو لباره مشخص اقدامات ونه کړي ، فلسطینان به هماغه راز د صهیونیسټي رژيم دجنایتونو له امله دمرګز ژوبلو له زیاتیدا او د دوي په ضد دبشری حقوقو خلاف ورزیو څخه کړیږي.
د فلسطین له ولس سره د پيوستون په ورځ د پاکستان د لومړ ي وزیر روښانه او مشخص او واضح پیغام ښئ چې پر پاکستان واکمن سیاستوالان چې له هر لوري له خوا وي، حاضر نه دي ، د فلسطین د مظلومو خلکو آرمان د صهیونیستي رژيم له توکمپالو سیاستونو سره بدل کړي . له دې مخکې هم اسرائيلو ته د امریکا تابعیّت لرونکو ځينوپاکستانیو ښآریزو څخه جوړ د سولې د تش په نامه فعالانو دیوه پلاوي دسفر په باب دځينو ګمانونو په غبرګون کې د پاکستان یوه مرکزی وزیر احسن اقبال په یولړ څرګندونو کې ټينګار کړی ؤ،د پاکستان دحکومت سیاست روښانه او مشخص دی ،پاکستان هیڅکله هم اسرائيل په رسمیّت نه پيژني او تل په فلسطین کې د خپلو مظلومو خوئيندو او وروڼوملاتړي او غمخوار دي.
د امریکا او صهیونیسټي رژيم او د اسرائيلو له توکمپال رژيم سره د ارتباط درامینځةکیدا په زمینې کې د ځينو تش په نامه متحدانو خوځښتونه،ټول د دوکه بازو نقشو او دسیسو ښودنه کوي. له صهونیسټي رژيم سره د ارتباط په رامینځةکولو کې د فارس خلیج د څنډې ځینو مرتجعو عربو حکومتونو له دوکه کیدا وروسته ، د امریکا او اسرائيلو چارواکوپه دې تصور سره چې د نړۍ د ډیری ملتونو لیدتوګې بدلې شوي دي ،هڅه کړې ده څو د قطر دنړیوال جام دفټپال سیالیو په بهیر کې داسرائيلو په پراخ رسندويي شتون سره، دعربو ملتونو دریځونو ته هم انعکاس ورکړي. له دغو هلوځلو څخه د اسرائيلو اصلی هدف، باید د نړۍ د ملتونو د دوکه کولو په لړ کې وګڼل شي.څرګندنه ده چې دځینو عربو حکومتونو له دوکه کیدا وروسته صهیونیسټي سیاستوالان هڅه کوي، دعربو ملتونه هم په دې وسیله، د فلسطین له ملته دملاتړ لاره وغړوي. خو هغه څه چې د اسرائيلو رسندویو منعکس کړ ي دي،ټول د ا سرائيلو له توکمپال رژيم څخه دعربو ملتونو دکرکه او غوسې دڅرګندیدا ښودنه کوي.
پر پاکستان واکمنو سیاستوالو او ددغه هیواد مسلمان ولس تل د فلسطین دمظلوم ولس د آئيډیاؤ ملاتړ کړی دی. په همدې ارتباط کې هم دپاکستان په لسګونو سائيکل چلونکو،په کراچۍ ښار کې د فلسطین له ولس سره د پيوستون د اعلانولو په خاطر لاریون کړی دی. د سائيکل چلونکو د فلسطین د بیرغونو په اوچتولو سره ، ددغه هیواد دملی سرود او د استکبار ضده سرودونو اوشعارونو په خپرولو سره ، د فلسطین له ملته په ملاتړ سره ، داسرائيلو دغاصب رژيم د جنایتونو او د هغو د مستکبرو ملاتړو په ضد خپله کرکه او نفرت نندارې ټه وړاندې کړ.په دغه لاریون کې ګډون کونکو همداراز جوته کړې ده،استکباري قدرتونه له اسرائيلو سره د اړیکو دعادي کولو له دسیسې څخه په ملاتړ سره نیّت لري،د اسلامی نړۍ مهمه موضوع هیره کړي.خو مسلمانان هیڅکله هم له لومړنۍ قبلې او د فلسطین له مظلوم ولسه له خپل ملاتړ کونې لاس په سر نه کیږي.
متحده عربی امارات، بحرین،سوډان او مراکش په ۲۰۲۰کال کې د امریکا د وخت د کرغیړن ولسمشر ډونالډټرمپ په مینځګړیتوب سره له وحشي صهیونیسټي رژيم سره د اړیکو دعادي کولو پلان ومانۀ.خو نورو عربو او اسلامی هیوادونو تر دې دمه ددغه سپير پلان هرکلی نه دی کړی . په تیره دا چې له صهیونیسټي رژيم سره هرډول اړیکې د ملتونو له چورلټ مخالفت سره مخامخ کیږی . د فلسطین دمظلوم ملت په ضد د اسرائيلو دتوکمپالو سیاستونو له ناکامیدا سره سره ،په سیمې کې ځينو دوکه خوړلي حکومتونه په همداوروستیو کې د اسرائيلو له توکمپال رژيم سره دملګرتیاپه لورهڅول شوي دي.داپه داسې حال کې دي چې دغه ډول ملګرتیاوې چې دوغو هیوادونو،د مسلمانو ملتونو ملاتړ نه لري،بې نتیجې او ناروا ګڼل کیږي. ددغو حکومتونو سرغنې او مشران دشخصي او کورنیو د ګټو په خاطر له اسرائيلري رژيم سره دملګرتیا په لور ګروهمن شوي دي. په دې زمینې کې حتی له اسرائیلو سره د پیوستون د اعلان په خاطر دیو شمیر نغدو پیسو د ترلاسه کولو په باب ګونګوسې هم دسیمې په رسندویو کې منعکس شوي دي.
په ټول کې باید ووئیل شي ، صهیونیسټي رژيم په وروستیو میاشتو کې د پاکستان له داخلی مسئلو او موضوعګانو څخه په ناوړې استفادې سره خپلې هلې ځلې دوه چنده کړي ديڅو د پاکستان په ګوندونو کې د اختلافاتو په زیاتولو سره ځيني ډلې ټپلې له صهیونیسټي رژيم سره ملګرتیا ته ولمسوي. له دې سره سره ، د اسرائيلي سیاستوالانو هڅې تر دې دم ه بې نتیجې دي .