د پنجاب او د خیبر پښتونخوا صوبو پارلمانونه ړنګیږي
زمونږ خبریال راپور راکړی د پاکستان د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان بالاخره د پنجاب او د خیبر پښتونخوا صوبو د پارلمانونو د ړنګولو نیټه اعلان کړه او ویې ویل دغه دواړه پارلمانونه به د دسمبر د میاشتې په درویشتمه نیټه ړنګ کړي چې حکومت د وارمخکې انتخاباتو ترسره کولو ته مجبوره کړي.
عمران خان په لاهور کښې په زمان پارک کښې په یوې وینا کښې د پوځ په پخواني مشر متقاعد جنرال قمر جاوید باجوا نیوکه وکړه او په هغه یې تور ولګاوه چې د خارجي هیوادونو په مرستې سره یې د تحریک انصاف ګوند حکومت نسکور کړی دی.
د پاکستان د تحریک انصاف مشر عمران خان ادعا وکړه چې د پوځ پخواني مشر جاوید باجوا زه پرې نه ښودم چې له فاسدو کسانو او چورتالان کونکو کسانو سره حساب کتاب وکړم.
عمران خان وویل د پوځ پخواني مشر متقاعد جنرال قمر جاوید باجوا یوه غلطۍ وکړه خو ورباندې پوه نشو او زما د حکومت له نسکورولو وروسته خلکو دغه کار ته غبرګون وښود.
عمران خان خپله اراده څرګنده کړه چې مونږ د فاسدو او د چورتالان کونکو واکمنانو کورنیو ته ماتي ورکړو او په راتلونکو انتخاباتو کښې د خلکو له زیات ګډون وروسته به له هیواد سره مرسته وکړو.