پاکستان دې د امریکائي ډالرپه ځاي روپئ وکاروي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i125396-پاکستان_دې_د_امریکائي_ډالرپه_ځاي_روپئ_وکاروي
بانکونه باید  د حکومتی مرکزي بانک له مجوز پرته  له هیواده بهر ته له یو لک ډالرو زیاتو اسعارو له منتقلولومنع شي
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 28, 2022 01:39 Asia/Kabul
  • پاکستان دې د امریکائي ډالرپه ځاي روپئ وکاروي

بانکونه باید  د حکومتی مرکزي بانک له مجوز پرته  له هیواده بهر ته له یو لک ډالرو زیاتو اسعارو له منتقلولومنع شي

د  پاکستان د اسعاري مبادلاتو د ټولنې  منشي په تجارتی مبادلاتو کې د امریکائي ډالر په ځاي د پاکستانئ روپۍ  پر کارولو ټينګار وکړ.

زمونږخبریال راپور راکړ، د پآکستان د اسعاري مبادلاتو د ټولنې منشي ملک بوستان پرون په یولړ څرګندونو کې  په دغه هیواد کې د اوسني اقتصادي بحران اصلي دلیل  دډالر د نرخ  او سیاسی بې ثباتي بللې او له پانګوالو او صادرؤنکو ئې غوښتي څو د ډالر په ځاي دې  په روپئ کې پانګونې وکړي.

ملک بوستان  دپاکستان پر تاجرانو او واردونکو هم غږ وکړ چط  د ملی کرنسۍ له لارې دې تجارت وکړي.

د پاکسان د اسعاري مبادلاتو دټولنې منشي همداراز ووئيل، مونږ  له سختو شرائطو سره لاس او ګریوان شوي یوو، هره میاشت  افغانستان ته له پاکستانه  دوه میلیارډ ډالر منتقلیږي.

د پاکستان د اسعاري ټولنې دغه مسئول مقام  ددې خبرې په کولوسره چې  په تیروڅو کلونو کې د پاکستان له بانکونو بهرنیو هیوادونو ته  کابو یو سل اتیا میلیارډ ډالر منتقل شوي دي زیاته کړه، بانکونه باید  د حکومتی مرکزي بانک له مجوز پرته  له هیواده بهر ته له یو لک ډالرو د زیاتو منتقلیدا منع شي