په پاکستان کې غیرقانوني کډوالو ته خبرداری
Dec 31, 2022 11:33 Asia/Kabul
په پاکستان کې غیرقانوني افغان کډوالو ته د حکومت له لورې ورکول شوې فرصت پای ته رسېدلی دی او غیرقانوني کډوال به د پولیسو له لورې ونیول شي.
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثناالله ویلي، په پاکستان کې د غیرقانوني کډوالو د بخښنې طرحه د ډسمبر پر ۳۱مه، چې نن شنبه ده، پای ته رسېږي.
هغه په خپل ټویټر کې لیکلي: له دې سره به هغه کسان چې پاکستان کې له حده زیات اوسيږي، جریمه کېږي او د هغو کسانو نومونه به په تور لېسټ کې شاملېږي چې له یوه کال زیات په غیرقانوني توګه پاکستان کې اوسېدلي وي.
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د کمېشنرۍ له راپور سره سم، په پاکستان کې د راجسټر افغان کډوالو شمېر ۱۴لکو ته رسېږي، خو په زرګونه افغانان هم په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته پاکستان ته پناه وړي دي.
ټیګونه