په پاکستان کې غیرقانوني کډوالو ته خبرداری
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i125548-په_پاکستان_کې_غیرقانوني_کډوالو_ته_خبرداری
په پاکستان کې غیرقانوني افغان کډوالو ته د حکومت له لورې ورکول شوې فرصت پای ته رسېدلی دی او غیرقانوني کډوال به د پولیسو له لورې ونیول شي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 31, 2022 11:33 Asia/Kabul
  • په پاکستان کې غیرقانوني کډوالو ته خبرداری

په پاکستان کې غیرقانوني افغان کډوالو ته د حکومت له لورې ورکول شوې فرصت پای ته رسېدلی دی او غیرقانوني کډوال به د پولیسو له لورې ونیول شي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثنا‌الله ویلي، په پاکستان کې د غیرقانوني کډوالو د بخښنې طرحه د ډسمبر پر ۳۱مه، چې نن شنبه ده، پای ته رسېږي.

هغه په خپل ټویټر کې لیکلي: له دې سره به هغه کسان چې پاکستان کې له حده زیات اوسيږي، جریمه کېږي او د هغو کسانو نومونه به په تور لېسټ کې شاملېږي چې له یوه کال زیات په غیرقانوني توګه پاکستان کې اوسېدلي وي.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د کمېشنرۍ له راپور سره سم، په پاکستان کې د راجسټر افغان کډوالو شمېر ۱۴لکو ته رسېږي، خو په زرګونه افغانان هم په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته پاکستان ته پناه وړي دي.