تحریک طالبان پاکستان لس زره غړي لري
زمونږ خبریال وايي د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثنا الله له افغانستان سره په سرحدي سیمه کښې له خپلو کورنیو سره یو ځاې د تحریک طالبان پاکستان د لس زره جنګیالیو د شتون خبر ورکړ.
د پاکستان له پوځ سره د تحریک طالبان پاکستان ډلې د اوربند د موافقې په لغو کیدا سره په تیرو اونیو کښې د پاکستان په سرحدي سیمو کښې د نښتو او د حملو نوی پړاو پیل شوی دی.
د پاکستان شمالي او جنوبي سیمې ډیره موده کیږي چې د ترهګرو ډلو په تیره بیا د تحریک طالبان پاکستان او د حکومتي ځواکونو ترمینځ د سختو نښتو ډګرونه دي.
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثنا الله پرون له تحریک طالبان پاکستان ترهګرې ډلې سره د اوربند له ختمیدا وروسته د دغه ډلې د حملو زیاتیدا ته په اشارې سره د تحریک طالبان پاکستان ډلې په کنټرولولو کښې د خیبر پښتونخوا صوبې ځايي حکومت ناکامه وباله.
هغه وویل د تحریک طالبان پاکستان ډله هیڅکله تیت پرک نه ده شوي بلکې په افغانستان کښې واک ته د طالبانو ډلې له رسیدا وروسته تحریک طالبان پاکستان ډله پیاوړي شوي هم ده.