د تحریک طالبان پاکستان نوی جوړښت او دپاکستان د حکومت نوی سرخوږي
له دغه نوي جوړښت څخه د تحریک طالبان پاکستان مخ کتنه ښئ چې په تیرو شپاړسو میاشتو کې او پر افغانستان د طالبانو ډلې په حاکمیّت پسې،ددغې ډ لې د وګړو روحیّه پیاوړي شوې ده.
د تحریک طالبان پاکستان یا هماغه ټي ټي پي وسلواله غیر قانوني ډله چې ددغه هیواد له حکومت او ولس سره ډغره وهي،د اسلام اباد دحکومت په ضدئې پخپلو ترټولو وروستیو دریځونو کې خپل نوی جوړښت اعلان کړی دی.تحریک طالبان پاکستان یوه هغه ډله ده چې ډیری کارپیژاندي ئې د هغو شرائطو نتیجه ګڼي چې د امریکا له خواد افغانستان له نیواکه وروسته رامینځةشوي دي.
دغه ډله مدعي ده چې د پاکستان د حکومت په ضد له وسلوالې مبارزې څخه موخه ئې،په دغه هیواد کې د اسلامی سیاسی نظام رامینځةکول دی. ټي ټي پي چې په ۲۰۰۷کال کې د بیت ا... محسود په رهبرۍ سره جوړه شوه،په پاکستان کې تر ټولو ستره او افراطي وسلواله ډله ده.دغه ډله دافغانستان له طالبانو ډلې سره نزدې ارتباط لري. بیت ا... محسود په ۲۰۰۹کال کې د پاکستان د پوځ په یوې هوائي حملې کې هلاک شو.حکیم ا... محسود او مولانا فضل ا... دتحریک طالبان پاکستان دوهم او دریم رهبر هم په ترتیب سره په ۲۰۱۳ کال او په ۲۰۱۸کال کې ددغه هیواد د پوځ په حملې کې هلاک شوي دي.نور ولی محسود ددغې ډلې اوسنی رهبر دی. دپاکستان حکومت ددغه هیواد په شمالی او شمال لویدیځي سیمو کې ددغې ډلې عناصر او اورپکي، د امنیتی ځواک په ضد دترهه ګرو اقداماتو اصلي عاملان ګڼي.
اینډيپنډينټ انګریزي ژبې ورځپاڼې د لیکنې په اساس،د تحریک طالبان نوی جوړښت چې وزارتونه، قضائي اورګانونه ،پوځي او اطلاعاتي یونټونه او ادارې پکې شاملیږي،د افغانستان د طالبانو د حکومت له جوړښت سره ډير ورته والی لري او حتی ځیني نامې ئې هم سره یو شان دي.ددغه جوړښت په اساس د فعالیت لپاره د ټي ټي پي وسلوالې او افراطي ډلې د خوښې وړ سیمه،د پاکستان خیبر پختونخواه صوبه ده. ددغه جوړښت په اساس،د تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي رهبر نور ولی محسود، د اطلاعاتو د ادارې مشري په غاړه لري.
له دغه نوي جوړښت څخه دتحریک طالبان پاکستان مخ کتنه ښئ چې په تیرو شپاړسو میاشتو کې او پر افغانستان د طالبانو ډلې په حاکمیّت پسې،ددغې ډ لې د وګړو روحیّه پیاوړي شوې ده.
په تیر یوه کال کې د تحریک طالبان پاکستان قدرتمنیدا د پاکستان د امنیت په لاره کې ستر چیلنج دی،په دې توګه چې دپاکستان حکومت د ۲۰۲۲کال په اوړي کې حاضر شو،له دغې ډلې سره د افغانستان د طالبانو په مینځګړیتوب سره خبرواترو ته کیني،خو ټي ټي پي ډلې هغه اوربند، چې ددغو خبرواترو په نتیجې کې رامینځةشوی ؤ،هم لغوه کړ او د پاکستان دحکومت او پوځ پر مرکزونو او تاسیساتو ئې حملې زیاتې کړې. د پاکستان چارواکو، له خیبر پختونخواه سره د قبایلی سیمو د یو ځای کیدا دلغوه کولو، له افغانستان سره له پولې د پاکستان دپوځي ځواک د شاتګ او د ټي ټي پيدبندیانو د بخښنې په باب د تحریک طالبان پاکستان وسلوالې ډلې غوښتې، د پاکستان د اساسی قانون په خلاف ګڼي او ورسره ئې مخالفت کړی دی.
تحریک طالبان پاکستان په یوې اعلامیې کې وئيلری دي،هیڅکله هم له خپلو غوښتو په تیره بیا د قبایلی سیمو او له افغانستان سره د همپوله سیمودالحاق د لغوه کولوغوښتې شاتګ نه کوي. یوه داسې موضوع چې ددواړو لورو ترمینځ په خبرو اترو کې دبندون سبب شوې ده.
د پاکستان یو څيړاند او تکړه خبریال سلیم محسود د یوه تورتم کال په اټکلولو سره په دې زمینې کې ووئيل،په دې چې وضعیّت په سمه لاره لاړ نشي، اندیښمن یوو.که د سولې خبرې اترې په بشبړ ډول ناکامې شي ، دتحریک طالبان پاکستان حملې به هم ز یاتې شي.
د پاکستان د واکولانو په اند،دټي ټي پي پټنځایونه دافغانستان په خاورې کې دي او د افغانستان طالبان له دوي سره نزدې اړیکې لري. دپاکستان حکومت چې تل ئې د افغانستان له طالبانو ملاتړ کړی دی، اوس د تحریک طالبان پاکستان یا هماغه ټي ټي پي په نامې سره له یوۀ ستر مشکل سره لاس او ګریوان دي چې ممکنه ده ددغه حکومت دراتلونکی لپاره خطرناک هم شي.
د پاکستان حکومت ظاهرا د ټي ټي پي د وګړو له ځپلو او ورسره له مبارزې پرته بله لاره نه لری. د پاکستان دکورنیو چارو وزیر رانا ثناء ا... ددې خبرې په کولو سره چې تحریک طالبان پاکستان له اوو تر لسو زرو پورې جګړه مار وګړي لري، د افغانستان د طالبانو له حکومته غوښتي دي، په افغانستان کې دې دټي ټي پي د وګړوپټنځایونه نابود کړي،که داسې نه وي،اسلام اباد به د افغانستان په خاورې کې د دوي په پټنځایونو حمله خپل حق وګڼي.
ددغو راپورونو په اساس ، په وروستیو میاشتو کې د پاکستان په مختلفو سیمو کې ترهه ګرې حملې او بم چاودنې زیاتې شوي دي او د زیاترو مسئولیّتونه هم د تحریک طالبان پاکستان مسئولانو په غاړه اخستي دي.
په یوې جمع بندۍ کې وئيل کیدلی شی، د پاکستان پوځ چې هیله ئې درلوده، د ۲۰۲۱کال داګست له پنځلسمې نیټې څخه په افغانستان کې د طالبانو واک ته په رسیدا سره،د تحریک طالبان پاکستان دترهه ګرې ډلې د تسلیمیدا زمینه برابره کړي، نو نه یوازې تر دې دمه په دغه کار کې بریالی شوی نه دی،بلکې ټي ټي پي د نوی جوړښت په اعلان سره ، د پاکستان د حکومت او پوځ د راتلونکي لپاره یوه امنیتی خطره هم کیدلی شي. په بله معنا ،نوی وضعیّت ، د پاکستان د حکومت لپاره په یوې ټريژډئ بدل شوی دی.