پاکستان زنداني کډوالې افغانستان ته لیږي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i125646-پاکستان_زنداني_کډوالې_افغانستان_ته_لیږي
پاکستان ویلي چې د دغه هیواد په جیلونو کښې بندي افغان کډوالې میرمنې به افغانستان ته منتقلې کړي
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 03, 2023 01:59 Asia/Kabul
  • پاکستان زنداني کډوالې افغانستان ته لیږي

پاکستان ویلي چې د دغه هیواد په جیلونو کښې بندي افغان کډوالې میرمنې به افغانستان ته منتقلې کړي

پاکستان ویلي چې د دغه هیواد په جیلونو کښې بندي افغان کډوالې میرمنې به افغانستان ته منتقلې کړي

د فارس خبري آژانس د خبر له مخې پاکستاني چارواکو ویلي دي چې د دغه هیواد په زندانونو کښې موجودې د افغانستان مهاجرې میرمنې به له دې هیواده وباسي.

د پاکستان د کراچۍ ښار د مرکزي زندان یوې افسرې شیبا شاه په دې هکله وویل: له ټولو ۱۲۹ ښځو څخه ۵۴ میرمنې په دوه میاشتې بند محکومې شوې دي او د نورو ۷۵ ښځو محاکمه لا روانه ده او د روانې جنورۍ میاشتې په اولې اونۍ کښې به افغانستان ته د کابو ۵۸ ښځو د لیږلو بهیر پيل شي.

د پاکستان په سند صوبه کښې د غیرقانوني افغانستاني کډوالو د نیولو عملیات له څو میاشتو راهیسې روان دي.

د پاکستان پولیسو تاییده کړې چې د محکمې په حکم یې هغه ۱۲۰۰ افغانستاني ښځې نیولې دي چې په پاکستان کښې د اوسیدو ضروري مدارک یې نه درلودل.