د پاکستان حکومت د افغانستان طالبانو ته خبرداری ورکړ
زمونږ خبریال راپور راکړی د پاکستان د ملي امنیت شورا پرون د افغانستان په طالبانو غږ وکړ چې په خپله خاوره کښې د پاکستان ترهګرو ته امن ځایونه مه کوري او د هغوې سرپرستي دې مه کوي.
د پاکستان ملي امنیت شورا دغه راز په ټول قوت سره د افغانستان په خاوره کښې د ترهګرو ډلو د ځپلو لپاره خپله اراده هم څرګنده کړه.
د پاکستان ملي شورا چې لومړي وزیر شهباز شریف یې مشرۍ کوله او مهمو وزیرانو د پوځ او د هوايي ځواک مشرانو او د جاسوسۍ ادارو چارواکو پکښې ګډون درلود په هیواد کښې د اقتصادي ثبات د احیا کولو لپاره د لارې نقشه هم تصویب کړه.
د پاکستان ملي شورا وویل چې په هیواد کښې اکثره ترهګرې حملې تحریک طالبان پاکستان ډلې کړي دي کومه چې نه یوازې د افغانستان د طالبانو ائتلافي ده بلکې په افغانستان کښې امن پناه ځایونه لري او دوې هلته په ازادۍ سره خپل ترهګر فعالیتونه هم کوي.
د پاکستان ملي امنیت شورا په یوې بیانیې کښې وویل چې هیڅ هیواد ته به اجازه ورنکړل شي چې ترهګرو ته امن ځایونه او اسانتیاوې برابرې کړي او پاکستان د خپلو خلکو د ساتلو لپاره د هر ډول اقدام د ترسره کولو حق لري.
پاکستان په داسې حال کښې د افغانستان طالبانو ته دغه خبرداری ورکړی چې د تحریک طالبان پاکستان او د سرحدي شخړو په هکله د افغانستان او پاکستان ترمینځ ژبنی جنګ زیات شوی دی.
دغه راز د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف بیګا ناوخته وویل له موافقې سره سره د افغانستان خاوره د پاکستان پرضد استعمالیږي.
دغه راز د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثنا الله څو ورځې مخکې ویلي وو که چیرې د افغانستان طالبان په دغه هیواد کښې د تحریک طالبان پاکستان ډلې مشران او د هغوې جنګیالي اسلام اباد ونه سپاري او د ترهګرو ډلو پرضد د اقدام په ترسره کولو کښې ناکامه شي نو اسلام اباد به په افغانستان کښې د تحریک طالبان پاکستان ډلې په مرکزونو باندې حملې وکړي.
د افغانستان د طالبانو دفاع وزارت پرون د پاکستان د کورنیو چارو د وزیر رانا ثنال الله څرګندونې لمسونکي او بې بنسټه وبللې او زیاته یې کړه افغانستان د خپلواکۍ او د ځمکنۍ بشپړتیا ساتلو ته چمتو دی.