ترهګرو د پاکستان د ترهګرۍ ضد ادارې دوه غړي وژلي
زمونږ خبریال راپور راکړی د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثنا الله په پنجاب صوبې کښې د ناامنۍ په هکله اندیښنه څرګنده کړه او دا په داسې حال کښې دي چې پرون ناپيژاندو کسانو په خانیوال سیمه کښې د ترهګرۍ ضد د ادارې دوه چارواکي په ډزو ووژل.
د پنجاب صوبې اعلی وزیر د خانیوال سیمې د پيښې په هکله د راپور د ورکولو غوښتنه کړي ده.
دغه راز د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثناالله هم د خانیوال د پرونۍ ترهګرې حملې په هکله د پنجاب صوبې د پولیسو له مشر او چیف سیکرټري څخه د راپور غوښتنه کړي ده.
رانا ثنا الله وویل چې د پاکستان په پنجاب صوبې کښې ناامنۍ د اندیښنې وړ چاره ده او په حکومت یې غږ وکړ چې د ترهګرو حملو د مخه د نیولو لپاره اقدامات ترسره کړي.
په پاکستان کښې له تیرو څو اونیو راهسې ترهګرې حملې زیاتې شوي دي او پاکستان د افغانستان په طالبانو تور لګولی چې د تحریک طالبان پاکستان ډلې ته یې پناه ځایونه او د فعالیت بشپړه اجازه ورکړي ده.