پاکستان د افغان کډوالو ختمې شوي ویزې نه تمدیدوي
دپاکستان حکومت په دغه هیواد کې هغو افغان کډوالو ته چې ویزې نه لري اویائې د ویزو نیټه ختمه شوې ده ګواښ کړی چې سملاسي دې له هیواده ووځي .داپه داسې حال کې دي چې د ایران په اسلامی جمهوریت کې د هغوافغان کډوالو چې ویزې ئې ختمې شوي وي د خپلو ویزو دبیرته تمدیدولو سپارښتنه شوې ده.
سپوټنیک خبری آژانس راپور ورکړ، په پاکستان کې افغان کډوال سرټکوي چې ددوي دویزو نیټه پاي ته رسیدلې او نوره د پاکستان اړونده حکومتي ادارې د دوي دوزیرو دتمدیدولو کارونه نه بشپړوي.
له تیرو کابو څلورو لسیزو راهسې دافغانستان په خاوره دشوروي او ورپسې بیا دامریکائي تیریګرو عسکرو په نیواک او ورانونکو جنګونو پسې تر دې دمه په میلیونونو افغانان خپلو کورونو پریښودلو او ګاونډيو او نورو هیوادونو ته کډه په سرکیدا ته مجبوره شوي چې په پاکستان او ایران کې په میلیونونو افغانان له څو لسیزو راهسې دیره شوي دي.
په عین حال کې د پاکستان حکومت په دغه هیواد کې هغو افغان کډوالو ته چې ویزې نه لري اویائې د ویزو نیټه ختمه شوې ده ګواښ کړی چې سملاسي دې له هیواده ووځي .داپه داسې حال کې دي چې د ایران په اسلامی جمهوریت کې د هغوافغان کډوالو چې ویزې ئې ختمې شوي وي د خپلو ویزو دبیرته تمدیدولو سپارښتنه شوې ده.
د افغانستان طالبانو په همداوروستیو کې په کابل کې د پاکستان له سفارت او د افغانستان په چارو کې ددغه هیواد له ځانګړي استازي او ځينو نورو لوړپوړو چارواکو سره په پاکستان کې ددیره افغان کډوالو د مشکلاتو دحل کولو په باب کوټلی خبرې اترې کړي او هڅه کوي څو د دوي دغه مشکلات اوترینګلتیاوې زرترزره حل شي.