پاکستان په الاقصی جومات د صهیونیسټي افراطي وزیرانو تیري په سخته غندي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i125770-پاکستان_په_الاقصی_جومات_د_صهیونیسټي_افراطي_وزیرانو_تیري_په_سخته_غندي
پاکستان یو ځل بیا د فلسطین دملت  له روا مبارزو چورلټ ملاتړ ته ژةن  کیږي او یو ځل بیا غوښته کوي چې د ملګروملتو د امینت شورا دپریکړې په اساس دې  د قدس شریف په پلازمینې  دیوه خپلواکه فلسطیني هیواد جوړیدا په رسمیّت وپيژندل شي.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Jan 05, 2023 07:24 Asia/Kabul
  •  پاکستان په الاقصی جومات د صهیونیسټي افراطي وزیرانو تیري په سخته غندي

پاکستان یو ځل بیا د فلسطین دملت  له روا مبارزو چورلټ ملاتړ ته ژةن  کیږي او یو ځل بیا غوښته کوي چې د ملګروملتو د امینت شورا دپریکړې په اساس دې  د قدس شریف په پلازمینې  دیوه خپلواکه فلسطیني هیواد جوړیدا په رسمیّت وپيژندل شي.

 

ایرناخبری آژانس راپور ورکړ، د پآکستان  خارجه وزارت  پرون په یوې اعلامیې کې  د  الاقصی جومات انګڼ ته د صهیونیسټي رژيم  د داخلی امنیت د وزیر ایتمار بن ګویر او ورسره د یو شمیر نورو افراطی صهیونیسټانو تیری ا وسپکاوي په کلکه محکوم کړ. دفلسطین  دمقاومتي ډلو  له سختو ګواښونو سره سره ،صهیونیسټانو په تیره بیا د دغه وحشي رژيم نوي  داخلی امنیتی چارو وزیر ایتمار بن ګویر دسه شنبې په سهار له یوشمیر صهیونیسټانو سره یو ځاي  دالاقصی جومات صحنونو  تیری  او سپکاوی کړی چې  له سختو سیمه ایزو او نړیوالو غبرګونونو سره  مخ شوی دی.

د پاکستان د خارجه و زارت په اعلامیې کې  په دغه سپکاوي سخت غبرګون ښودل شوی او وئیل شوي دي چې   الاقصی جوما  یو داسې مقدس ځاي دی چې  په درستې نړۍ کې د مسلمانانو د احترام وړ دی او سپکاوی ئې د مسلمانانو  دیني احساسات پاروي او د فلسطین په نیواکي ټاټوبو کې  د حالاتو لا ترینګلي کولو ته لمن وهي.اسرائیل باید خپل غیر قانوني حرکتونه ودروي او دفلسطین په نیواکي ټاټوبو کې دې دمسلمانانو دیني ځایونو   احترام وکړي.

په دغې اعلامیې کې دغه راز ټينګار شوی ، دغه هیواد یو ځل بیا د فلسطین دملت  له روا مبارزو چورلټ ملاتړ ته ژةن  کیږي او یو ځل بیا غوښته کوي چې د ملګروملتو د امینت شورا دپریکړې په اساس دې  د قدس شریف په پلازمینې  دیوه خپلواکه فلسطیني هیواد جوړیدا په رسمیّت وپيژندل شي.