د پاکستان د سوداګرۍ شورا حکومت ته پریکنده سپارښتنې وکړې
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i125900-د_پاکستان_د_سوداګرۍ_شورا_حکومت_ته_پریکنده_سپارښتنې_وکړې
د پاکستان د سوداګرۍ شورا له حکومته وغوښتل چې د پټولو او توجیه کولو پر ځاې دې د اقتصاد په کړکیچن والي اعتراف وکړي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 08, 2023 04:04 Asia/Kabul
  • د پاکستان د سوداګرۍ شورا حکومت ته پریکنده سپارښتنې وکړې

د پاکستان د سوداګرۍ شورا له حکومته وغوښتل چې د پټولو او توجیه کولو پر ځاې دې د اقتصاد په کړکیچن والي اعتراف وکړي.

د پاکستان سوداګرۍ شورا پرون په اقتصادي کړکیچ باندې د حکومت د صادقانه اعتراف او د خلکو د خبرولو لپاره د اغیزناک کمپین د پیلولو په غوشتنې سره په انرجۍ کښې د سپما او د ریاضتي سیاستونو په ضرورت ټینګار وکړ.

د پاکستان سوداګرۍ شورا PBC) له حکومته وغوښتل چې په هیواد کښې له جدي اقتصادي کړکیچه د انکار پر ځاې دې له دغه بحرانه د خلاصي لپاره یو اغیزناک پروګرام اجرا کړي.

دا په داسې حال کښې دي چې د انرجۍ د سخت کمي ترڅنګ اوس په پاکستان کښې د اوړو د سخت کمي کړکیچ هم جوړ شوی دی.