عمران خان د افغانستان د بۍ ثباتۍ په هکله خبرداری ورکړ
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i126064-عمران_خان_د_افغانستان_د_بۍ_ثباتۍ_په_هکله_خبرداری_ورکړ
زمونږ خبریال راپور راکړی د پاکستان پخواني لومړي وزیر عمران خان په افغانستان کښې د بې ثباتۍ د خطرونو په هکله خبرداري ورکولو سره پرون دغه خبره ایشوا کړه
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 11, 2023 09:03 Asia/Kabul
  • عمران خان د افغانستان د بۍ ثباتۍ په هکله خبرداری ورکړ

زمونږ خبریال راپور راکړی د پاکستان پخواني لومړي وزیر عمران خان په افغانستان کښې د بې ثباتۍ د خطرونو په هکله خبرداري ورکولو سره پرون دغه خبره ایشوا کړه

چې زما حکومت داسې پلان جوړ کړی و چې د تحریک طالبان پاکستان ډلې غړي د افغانستان د طالبانو په مرستې سره د پاکستان په قبائیلي سیمو کښې هستوګن کړو خو دغه پلان د د سیند او د بلوچستان صوبو  د نه  ملګرتیا کولو په دلیل ناکامه شو.

د پاکستان پخواني لومړي وزیر عمران خان په پلازمینې اسلام اباد کښې د ترهګرۍ پرضد یوه سیمینار کښې چې خیبر پښتونخوا صوبې حکومت جوړ کړی و وویل زما حکومت پلان جوړ کړی و چې د پاکستان په قبایلي سیمو چې اوس ضلعې شوي دي د تحریک طالبان پاکستان کابو پینځه زره غړي او د هغوې درې نیم زره کورنۍ هستوګنې کړو خو دغه پلان بریالی نشو ځکه چې صوبو له مرسته کولو ډډه وکړه.

عمران خان وویل د افغانستان د پخواني حکومت نسکوریدا او واک ته د طالبانو رسیدا پاکستان ته د سرو زرو فرصت برابر کړ چې له تحریک طالبان پاکستان ډلې سره روغ جوړه وکړي.

د پاکستان پخواني لومړي وزیر عمران خان وویل د افغانستان طالبانو په تحریک طالبان پاکستان ډلې دباو واچوه چې پاکستان ته لاړ شي او مونږ یوشمیر اقدامات وکړل چې له دغه ډلې سره روغه وکړو.

عمران خان وویل چې د افغانستان په څلویښت زره طالبانو کښې پینځه زره د پاکستان د تحریک طالبان غړي شامل دي.

د پاکستان پخواني لومړي وزیر عمران خان د افغانستان پرضد د بیانیو د خپرولو په خاطر په فیډرال حکومت نیوکه وکړه او خبرداری یې ورکړ که چیرې طالبان ملګرتیا بند کړي نور حالت به نور هم پسې خراب شي.

هغه وویل که چیرې مونږ له افغانستان سره ښو اړیکو ته دوام ورنکړی شو نو د ترهګرۍ پرضد نوی جنګ به زمونږ لپاره په ستر مشکل بدل شي.

عمران خان وویل ما په پاکستان کښې امریکا ته د اډو د جوړولو اجازه ورنکړه ځکه چې ما غوښتل پاکستان بچ کړم خو د بې پایلوټه الوتکو د حملو اجازه ورکړل شوه چې په ترڅ کښې یې پاکستانیان ووژل شول.

د پاکستان پخواني لومړي وزیر عمران خان چې اوس هم په خیبر پښتونخوا صوبې کښې حکومت لري وویل له تحریک طالبان پاکستان ډلې سره د خیبر پښتونخوا صوبې د پولیسو  د مقابلې کولو امکان نشته ځکه چې هغوې اوس هم د امریکا جوړې وسلې استعمالوي.

عمران خان وویل هغو ملیشا ډلو چې پخواني  پوځي دیکتاتور جنرال ضیاالحق جوړې کړي وې د پخواني دیکتاتور پرویز مشرف لخوا د دریځ له بدلیدا او له امریکا سره له ملګرتیا کولو وروسته په پاکستان جنګ وروتپه.