پاکستان اوعربستان تیلي تړون لاسلیک کړ
Jan 14, 2023 02:48 Asia/Kabul
دغه تړون په اسلام اباد کې د عربستان د پراختیا صندوق د مشر عبدالرحمان المرشد او د پاکستان د اقتصادي چارو وزیر کاظم نیاز په شتون کې لاسلیک شوې دې .
زمونږ خبریال راپور راکوي دپاکستان او عربستان چارواکو د یومیلیارډ ډالرو په ارزښت تیلي تړون لاسلیک کړ .
دغه تړون په اسلام اباد کې د عربستان د پراختیا صندوق د مشر عبدالرحمان المرشد او د پاکستان د اقتصادي چارو وزیر کاظم نیاز په شتون کې لاسلیک شوې دې .
د یادولو ده چی پاکستان او عربستان په ۲۰۱۹ کال کی هم د څلور میلیارډ ډالرو په ارزښت د تیلی اسانتیاو یو تړون لاسلیک کړی وو .
پاکستان اوعربستان دودیز شریکان دي او په تیرو لسیزو کې د دواړو هیوادونو امنیتي او پوځی اړیکي هم پر هیچا پټې ندي .
ټیګونه