ترهګرو په پېښور ښار کې د پاکستان پر پوځیانو برید کړی دی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i126188-ترهګرو_په_پېښور_ښار_کې_د_پاکستان_پر_پوځیانو_برید_کړی_دی
د پاکستان درې پوځیان په پېښور ښار کې د پولیسو پر یوې پوستې د ترهګرو برید له امله ووژل شول.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 14, 2023 10:29 Asia/Kabul
  • ترهګرو په پېښور ښار کې د پاکستان پر پوځیانو برید کړی دی

د پاکستان درې پوځیان په پېښور ښار کې د پولیسو پر یوې پوستې د ترهګرو برید له امله ووژل شول.

په دې وروستیو اونیو کې د پاکستان بېلابېلي سیمې د ترهګریزو بریدونو د ډېروالي شاهدي دي. ځیني کسان له دولت سره د اوربند له هوکړې څخه د دې هېواد د طالبانو تحریک ډلې وتل، د دې بریدونو د ډېرېدو لامل ګڼي.

له اسلام آباد څخه زموږ د خبریال د راپور له مخې، د پاکستان پېښور ښار په سربند سیمه کې د پولیسو پر یوې پوستې  د تېرې شپې د ترهګرو په برید کې د پولیسو د څارنې مرستیال په ګډون، درې پوځیان ووژل شول.

د پېښور پولیسو اعلان کړی چې ترهګرو له څو برخو د پولیسو پر پوستي بریدونه پیل کړل، چې د پولیسو له ځوابی ډزو او غبرګون سره مخ شول او په پایله کې د پېښور پولیسو د څارنې مرستیال سردار حسین ووژل شو.

د پولیسو په خبره، دوه نور پوځیان د پولیسو پوستې ته دننه د ترهګرو لاسي بمونو له امله ووژل شول. په همدې حال کې، د پولیسو له بېلابېلو برخو څخه پولیس مامورین د پېښور پوستې ته ورغوښتل شوي او له برید وروسته ترهګر د شپې له تیارې په کار اخیستنې تښتېدلي او پولیسو هم عملیات پایته رسولي دي.