پاکستان له طالبانو غوښتي چې له ترهګرو سره مقابله وکړي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i127124-پاکستان_له_طالبانو_غوښتي_چې_له_ترهګرو_سره_مقابله_وکړي
د دوشنبې په ورځ په پېښور کې له خونړي ترهګریز برید وروسته، د پاکستان دفاع وزیر له افغانستانه وغوښتل چې د دې هېواد له خاورې د ترهګرو د استفادې مخه ونیسي.
(last modified 2023-01-31T06:22:36+00:00 )
Jan 31, 2023 10:39 Asia/Kabul
  • پاکستان له طالبانو غوښتي چې له ترهګرو سره مقابله وکړي

د دوشنبې په ورځ په پېښور کې له خونړي ترهګریز برید وروسته، د پاکستان دفاع وزیر له افغانستانه وغوښتل چې د دې هېواد له خاورې د ترهګرو د استفادې مخه ونیسي.

د ایرنا د راپور له مخې، د پاکستان دفاع وزیر، خواجه محمد اصف چې په پېښور کې د پولیسو په ښارګوټي کې د جومات خونړۍ برید په اړه د پرمختګونو د څېړلو لپاره د پاکستان له لومړي وزیر او د پوځ له مشر سره یوځای پېښور ته تللی و، ادعا وکړه چې د افغانستان خاوره د ترهګرو له لوري د اسلام آباد پروړاندې کارول شوې ده.

د پاکستان دفاع وزیر زیاته کړه: پاکستان له خپلو افغان وروڼو غواړي چې د ترهګرو په وړاندې ګټور ګام واخلي او اجازه ورنکړي چې ترهګر د دغه هېواد له خاورې د ګاونډیانو پر خلاف ګټه پورته کړي.

له دې سره، پاکستاني رسنيو خبر ورکړى چې د پاکستان طالبانو تحريک ترهګرې ډلې يوه غړي په جلا توګه ادعا کړې چې دغه بريد د دغې ډلې د يوه ځانمرګي  له لوري ترسره شوى دى. خو د پاکستاني طالبانو مشرانو تر اوسه په دې اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر، رانا ثناء الله هم په خیبر پښتونخوا صوبې کې د حالاتو خرابېدو په اړه په اندېښنې سره ویلي: داسې ښکاري چې د نننۍ پېښې اصلي موخه پولیس سرتېري وو.

هغه زیاته کړه: "پاکستان، د افغانستان له خاورې څخه د ترهګرو کار اخیستو په اړه ډېر اندېښمن دی.

په دې وروستيو مياشتو کې د پاکستان په بېلابېلو سيمو کې د خیبرپښتونخوا په شمول چې له افغانستان سره پوله لري، ترهګریزې پېښې زياتې شوي او د اکثرو دغو بريدونو مسئوليت د پاکستان طالبانو تحريک ترهګریزې ډلې پر غاړه اخیستی دی.