له پاکستان څخه افغانستان ته د اسعارو قاچاق ناوړه پایلې لري
افغانستان ته هره ورځ د ډالرو د قاچاق له امله د پاکستان اقتصاد زیانمن شوی دی.
د شفقنا خبري آژانس د سه شنبې په ورځ د نړیوالو رسنیو په حواله راپور ورکړی چې د ۲۰۲۱ کال د اګست په نیمایي کې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته هره ورځ له ۵ میلیونو څخه زیات ډالر د پاکستان له لارې افغانستان ته قاچاق کیږي.
بلومبرګ معلوماتي بنسټ افغانستان ته د ډالرو قاچاق په اړه په اشارې سره دغه کړنه د پاکستان د اقتصاد د کړکېچ لامل ګڼي.
د پاکستان د اسعارو د ټولنې عمومي منشي محمد ظفر پراچا افغانستان ته د ډالرو قاچاق یو ګټور کاروبار وباله او ویې ویل چې د اسعارو ۲۶ کسیزه ډله او سوداګر هره ورځ ۵ میلیونه ډالر بهرنۍ اسعار افغانستان ته قاچاق کوي.
د پاکستان په پلازمېنه اسلام آباد کې یوه مالي مشورتي شرکت هم د افغانستان د بازارونو ورځنۍ اړتیا له ۱۰ تر ۱۵ میلیونو ډالرو پورې اټکل کړې او زیاته کړې یې ده چې د افغانستان د اړتیا نیمايي ډالر له پاکستانه قاچاق کېږي.
البته بايد يادونه وشي چې ملګري ملتونه د افغانستان د ډالرو د اړتيا اصلي برابروونکي دي.
د باخبرو سرچینو په وینا، وروسته له هغه چې طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې د افغانستان واک تر لاسه کړ، د پاکستان ملي پیسو، د ډالر په مقابل کې خپل ارزښت ۳۷ سلنه له لاسه ورکړ او همدا د دغه هېواد اقتصاد د کړکېچ لامل شوی دی.
د افغانستان بانک له پاکستان څخه د ډالرو د قاچاق شایعه رد کړې ده.
د نړیوالو احصایو له مخې، پاکستان په تیرو دولسو میاشتو کې د اسعارو تر ټولو خراب کارکردګي لرله.