بلاول بوټو د سوله ییز افغانستان پر اهمیت ټینګار وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i129360-بلاول_بوټو_د_سوله_ییز_افغانستان_پر_اهمیت_ټینګار_وکړ
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري د ملګرو ملتونو له عمومي منشي انتونیو ګوتریش سره د یوه سوله ییز او باثباته افغانستان د اهمیت په ګډون پر بېلابېلو مسایلو خبرې وکړې.
(last modified 2023-03-12T07:09:43+00:00 )
Mar 12, 2023 11:19 Asia/Kabul
  • بلاول بوټو د سوله ییز افغانستان پر اهمیت ټینګار وکړ

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري د ملګرو ملتونو له عمومي منشي انتونیو ګوتریش سره د یوه سوله ییز او باثباته افغانستان د اهمیت په ګډون پر بېلابېلو مسایلو خبرې وکړې.

په امریکا کې د پاکستان ډیپلوماتیک ماموریت په دې وروستیو کې په یوه خبرپاڼه کې ویلی چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداری په نیویارک کې د ملګرو ملتونو له سرمنشی انتونیو ګوترش سره وکتل او د افغانستان د وضعیت په ګډون یې پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې وکړې.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر په دوام کې د افغانستان پر وضعیت اندېښنه څرګنده کړه او د بشري مرستو د رسولو او ثبات ته د ودې ورکولو لپاره یې د پاکستان د هڅو ستاینه وکړه، په دې کې افغانستان ته د ملګرو ملتونو د سرمنشي د مرستیالې آمنه محمد د سفر ملاتړ او د ښځو پر تعلیم او کار د وروستیو محدودیتونو د لرې کولو هڅې شاملې دي.