پاکستان له افغانستان سره په ګډوپولوکې د امنیت ټينګولوته بشپړتیاردی
(last modified Fri, 17 Mar 2023 08:30:00 GMT )
Mar 17, 2023 13:00 Asia/Kabul
  •  پاکستان له افغانستان سره په ګډوپولوکې د امنیت ټينګولوته بشپړتیاردی

په وروستیو میاشتو کې د پاکستان په مختلفو سیمو کې دټي ټي پي له خوا په کرتو په بم چاودنو او ځان مرګي بریدونو کې د خدای د کور پشمول په مختلفو ځایونو کې په سلګونو لمونځ ګوزار او عام خلک  شهیدان کړئ شوي  او پړه ئې هم همدغې ترهه ګرې ډلې په غاړه اخستې ده .

د پاکستان د پوځ  عمومی قوماندان  له افغانستان سره په ګډو پولو کې د امنیت د ټينګولو په ضرورت ټينګار وکړ.

د افغانستان پولې کابو پنځه زره اته سوه کلومیټر دي چې له پاکستان سره  له جنوب ختیځ څخه  دوه زره دوه سوه څلویښټ کلومیټره همپوله  دي. او ددواړو  هیوادونو پولې په همداوروستیو  کې زیاتره د دواړو لورو ترمینځ د نښتو او اخ وډب کتونکي دي .

تسنیم خبری آژانس راپور ورکړ، د  پاکستان دپوځ  عمومی قوماندان  جنرال عاصم منیر  پرون د پاکستان په جنوبی  وزیرستان  کې له افغانستان سره د پوله ایزو سیمو دلیدو په وخت  ووئيل،  اسلام ابادد ګډو پولو د امنیت دتامینولو لپاره بشپړ چمتو دی. جنرال عاصم منیر زیاته کړې ده ،له ترهه ګرۍ سره د  پاکستاني پوځ مبارزه په سیمې کې د بشپړ ثبات او امنیت د تامینیدا سبب کیږی.

Image Caption

 

   د پاکستان د پوځ مشر قوماندان همداراز ټينګار وکړ، د سیمې د پرمختګ او اجتماعي  اقتصادي پراختیا د پلانونو بشپړتیا له تل پاتې ثبات او  دترهه ګرۍ له ګواښ سره په مبارزې پورې تړلې ده .

په تیر نومبر کې  دپاکستان له حکومت سره د اوربند له تړونه  دتحریک طالبان پاکستان یا هماغه ټي ټي پي ترهه ګرې ډلې  د وتلو له وخت راهسې،جنوبی وزیرستان سیمه، دپاکستان دپوځي مامورانو لپاره یوه ناکراره سیمه  حسابیږي.د افغانستان د طالبانو حکومت هم څه ځله د نښتو او اختلافاتو د ختمولو لپاره د پاکستان دله حکومت سره د اور دټينګولو په باب د ټي ټي پي او ددغه هیواد دحکومتي پلاؤ د خبرواترو کوربه  ؤ وخو تر دې د مه ئې هیح نتیجه نه ده ورکړې.

په وروستیو میاشتو کې د پاکستان په مختلفو سیمو کې دټي ټي پي له خوا په کرتو په بم چاودنو او ځان مرګي بریدونو کې د خدای د کور پشمول په مختلفو ځایونو کې په سلګونو لمونځ ګوزار او عام خلک  شهیدان کړئ شوي  او پړه ئې هم همدغې ترهه ګرې ډلې په غاړه اخستې ده .

 

ټیګونه