د ایټمي توان په ساتلودپاکستان ټینګار
حقیقت دا دی چی پاکستان د خپل دودیز سیال هند په وړاندې هرډول دفاعي قدرت پیاوړی کوی او دا موضوع په بشپړه د پاکستان د پوځ په اختیار کې ده او د اسلام اباد حکومت په دې اړه فیصله نشی کولې .
د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف د پیسو د نړیوال صندوق د مرستې د ترلاسه کولو په وړاندی له خپل ایټمی پروګرام لاس نه اخلي .هغه وویل دغه پروګرام د پاکستان د دفاعی قدرت لپاره دې .
دپاکستان بد اقتصادي شرایط سبب شوی چی دغه هیواد په وروستیو میاشتو کې په جدی توګه د پیسو له نړیوال صندوق په پور په ترلاسه کولو پسې دې ، خو هغه ډول چی پاکستاني رسندویو مطرح کړی ده ، داسې ښکاری د بیسو د نړیوال صندوق یو شرط او په عین حال کې اسلام اباد ته د ایټمی اژانس د عمومی منشی په وروستی سفر کې مطرح شوی مایلو کې له پوځی ایټمی فعالیتونو د پاکستان لاس اخیستل دی .
د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف له خپل ایټمی پروګرام د دغه هیواد د لاس اخیستلو په اړه په رسندویو کې اوازې ختمې کړې او ویې ویل دغه پروګرام د پاکستان د دفاعی قدرت لپاره دې . هغه په وروستیو کې یوه بیانیه خپره کړه او په دې چی د ایټمی اژانس د عمومی منشی وروستی سفر د اوازو د رامینځته کیدا سبب شوی دی ، خواشینۍ څرګنده کړه .
حقیقت دا دی چی پاکستان د خپل دودیز سیال هند په وړاندې هرډول دفاعي قدرت پیاوړی کوی او دا موضوع په بشپړه د پاکستان د پوځ په اختیار کې ده او د اسلام اباد حکومت په دې اړه فیصله نشی کولې . د پاکستان د مسایلو کارپیژاندې محسن رویی صفت په دې باره کې وایی درې موضوګانې په بشپړه د پاکستان د پوځ په اختیار کی دي او د دغه هیواد دولت د افغانستان ، کشمیر او پوځی ایټمی فعالیتونو په اړه د هیڅ ډول فیصلې کولو حق نلری . لومړې دوې مسلې د هند او اسلام اباد د نورو سیالانو په وړاندی د پاکستان د سټراټیجیکې ژورتیا په توګه دي او ایټمی او توغندوي فعالیتونه هم په سیمه کې د پاکستان د دقاعی قدرت د اوزار په توګه بلل کیږي .
البته په ایټمی وسلو د پاکستان او هند سنبالیدا په ساړه جنګ کې وشوه . هغه وخت هندوستان که څه هم د ناپیلی غورځنګ له غړیو وو خو عملا په ختیځ بلاک او د شوروی په جبهه کې وو او پاکستان هم په لویدیځ بلاک کې وو . خو د ساړه جنګ له ختمیدا وروسته داختلافاتو د اواری او تاوتریخوالی د کمولو لپاره د هند او پاکستان د عمومی افکارو له تمو سره سره دواړه هیوادونه هماغه راز د یوه بل مخ ته ولاړ دي او همدغه چاره سبب شوی ده چی د هند براعظمګې د نړۍ په یوې ډیرې پوځی سیمې بدل شی .
دا په داسې حال کی ده چی د هر ډول احتمالی جنګ اوکړکیچ د رامینځته کیداپه بڼه کې ایټمی وسلې عملا د مقابل لوری د حملو او ګواښونو په کنټرولولو کې لازم کارندوالې نلری او د هند او پاکستان د تباه کیدا سبب به شي . د پاکستان د مسایلو کارپیژاندې بهرام جاهد په دې باره کی وایی اصولا پوځی ایټمی توان چی دوه سیالان یې په یووخت په اختیار کې لري ، که څه هم د هند او پاکستان له لوری د دفاعی قدرت په توګه ورته لیدل کیږی خو په عمل کې په هند براعظمګی کې د بې وزلۍ د پراختیا په شان ډیرې ویجاړونکي پایلې لري . ځکه چی دواړه سیالان د خپلو وسلو د ساتلو لپاره ډیرو لګښتونو ته مجبوره دي چی د هند او پاکستان اقتصادي او اجتماعي وضعیت ته ډیر جدی تاوان رسوی .
د سیاسی ټولنو له نظره په هند براعظمګی کې هغه څه چی د هند او پاکستان ملی امنیت ګواښی د بې وزلۍ او ترهه ګرو ډلو د فعالیتونو پراختیا ده چی په وروستیو کلونو کې یې د هغو په ملی امنیت سخت ګوزارونه کړی دي . په دې اساس د اختلافاتو اواری او خبرو اترو ته د هند او پاکستان کړچار په هند براعظمګی کې د امنیت او سولې ټینګیدا سره د مرستې په ترڅ کې د هغو ډیر پوځی لګښتونه هم کمولې شی چی هر کال د هغو په بودجو ډیر دباونه اچوي .
د هر ډول ساز باز د ردولو په اړه د پاکستان د مالیې وزیر اسحاق ډار څرګندونې هم ښی چی نړیوالې ټولنې هڅه کوی د اسلام اباد او نوی دیلی له تضادونو د لویدیځ د ګټو د تامکینولو په لړ کې استفاده وکړی . هغه په پارلیمان کې وویل هیڅوک پاکستان ته نشی ویلې چی کومې وسلې او کوم توغندی ولرلې شئ
په عین حال کې پاکستان چی نړیوالو مالی مرستو ته سخته اړتیا لري باید د مالی تامین او له بهرنیو دباونو د خلاصیدا لپاره جدی لاره چاره پیدا کړی چی په پاکستان کې د سیاسی ټولنو له نظره د ملی ګټو په اساس هر ډول فیصلې کول او د عمل د خپلواکۍ ساتل په دې اړه لاره جوړونکی کیدلې شی .