د پاکستان ولسمشر د ایران ملت او حکومت ته مبارکي ورکړه
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د پاکستان ولسمشر عارف علوي د اسلامي ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي ته په یوه پیغام کښې د ایران حکومت او ملت ته د نوروز اختر او د نوي هجري لمریز کال(۱۴۰۲) د پیلیدا مبارکي ورکړه.
د پاکستان ولسمشر عارف علوي د نوروز اختر د مبارکۍ په دغه پیغام کښې په بیلابیلو زمینو کښې له ایران سره د دوه اړخیزه اړیکو په پراختیا ټینګار وکړ.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري هم د نوروز اختر په مناسبت هغو ټولو ملتونو ته چې د دغه نړیوال کلتوري میراث جشن لمانځي مبارکي ورکړه او هیله یې وکړه چې نوروز د بشریت لپاره د سولې د دودیدا پیلامه ووسي.
د پاکستان د پارلمان مشر هم د ایران ملت او حکومت ته د نوروز اختر او د نوي کال مبارکي ورکړه او له ایران سره د پاکستان د اړیکو په لوړ اهمیت یې ټینګار وکړ.
د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې میرمن ممتاز زهرا هم د نوروز اختر په مناسبت د ایران ملت او خلکو ته مبارکي ورکړه.