پاکستان کښې زلزلې تراوسه نهه کسان وژلي
(last modified Wed, 22 Mar 2023 02:05:55 GMT )
Mar 22, 2023 06:35 Asia/Kabul
  • پاکستان کښې زلزلې تراوسه نهه کسان وژلي

زمونږ خبریال راپور راکړی د پاکستان د پنجاب ، خیبر پښتونخوا او د بلوچستان صوبو په شمول د هیواد په ډیرو ښارونو او سیمو او دغه راز په اسلام اباد ګلګت وغیره کښې شپږ اعشاریه اته ریشټره سخته زلزله راغلي ده چې له کبله یې تراوسه په خیبر پښتونخوا صوبې کښې نهه کسان وژل شوي او یوسل پنځوس نور ژوبل شوي هم دي.

په وژل شویو کسانو کښې پینځه سړي ، دوې  ښځې او دوه ماشومان شامل دي.

د پاکستان په خیبر پښتونخوا صوبې کښې تراوسه نولسو کورونو ته تاوانونه هم رسیدلي دي او دغه راز په ټول هیواد کښې د زلزلې له کبله یوسل پنځوس کسان ژوبل شوي هم دي.

دغه زلزله په هندوستان ، افغانستان ، ترکمنستان ، ، د هند تر کنټرول لانډې کشمیر، قزاقستان، تاجیکستان ، ازبکستان، چین او قیرغیزستان کښې هم راغلي ده.

د پاکستان اکثره خلک د زلزلې  له کبله له کورونو تښتیدلي او څو ساعته یې بهر تیر کړي دي.

 

ټیګونه